هالنډ له افغانستانه د خپلو سرتيرو ايستلو پريکړه کوي

د لراوبر اداره | فبروري 17th, 2010


دهالنډد لومړي وزير مرستيال بوس څو شېبې مخکي پارلمان ته د وينا د پوښتنو ګروېږنو پر مهال وويل چي دوی پر خپله وعده ټينګار کوي او سږکال په دوبي کي له افغانستانه خپل سرتيري باسي .
نوموړی په افغانستان کي د هالنډي سرتېرو د ايستلو په اړه د بحث څخه ووتی او وروستۍ خبري يې دا وې چي موږ ويلي وه چي د ۲۰۱۰ په اګست کي به له افغانستانه زموږ وروستی عسکر هم راووزي ، موږ پر خپله لومړۍ خبره دريږو .
په دې اړه د هالنډ د حکومت واکمن ګوند CDA دوې ورځي وروسته په دې اړه خپل رسمي دريځ اعلانوي .
هالنډ د ناټو تړون تر مشرۍ لاندي په روزګان کي شاوخوا دوه زره سرتيري لري چي تر اوسه يې د هالنډ د لوی درستيزوال د زوی په ګډون ظاهرآ ۲۵ سرتيري وژل سوي او په لسګونو نور په مخامخ جګړو او سړک غاړي بمونو کي ژوبل سوي دي .

که هالنډ له روزګانه خپل سرتيري وباسي پر ځای به يې افغانستان ته د پوليسو د روزلو لپاره هالنډي روزونکي ليږي .

Copyright Larawbar 2007-2024