کور / تازه خبرونه / مالډيوز: طالبانو او افغان دولت پټه غونډه كړې وه

مالډيوز: طالبانو او افغان دولت پټه غونډه كړې وه

نړيوالې رسنۍ د (اژانس فرانس پريس) له خولې خبر وركوي چې د افغانستان دولت او د طالبانو استازو تېره مياشت په مالډيوز كې يوه پټه غونډه كړې وه.
خبر د يوې رسمي سرچينې له خولې وايي چې د ولسمشر حامد كرزي استازيو د طالبانو له اوو غړو سره وكتل او د ملي روغې جوړې په اړه يې بحثونه وكړل.
مالډيوي دولت ته يو نژدې تن د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې دغه غونډه په بېنډوس تفريحي ټاپو كې جوړه شوې وه، خو د مالډيوز دولت په دې خبرو كې شامل نه و،
نوموړي دا هم وويل چې په غونډه كې د ګډون كوونكو طالبانو نومونه له امريكايي (سفري) تور ليست څخه ايستل شوي وه، او داسې كوم قانوني ممانعت نه و چې د هند سمندر ته د دوى له راتګه مخنيوى وكړي.
ده زياته كړه چې مالډيوي دولت لېواله دى تر څو په افغانستان او پاكستان كې د سولې د پروسې سره مرسته وكړي.
خو طالبانو د لندن كانفرانس چې د مالډيوز تر غونډه وروسته جوړ شوى و، د وخت ضايع بللې.
افغان دولت خپل ګاونډى پاكستان په دې تورنوي چې له طالبانو او القاعدې څخه د سپر كار اخلي او د كرزي د اداري خلاف يې جنګوي، د دولت په وينا چې دوى همدارنګه پر نړيوالو ځواكونو چې له افغانستان سره مرسته كوي بريدونه كوي.