کندوز والي د امنيت په ساتلو کي د امريکايانو مرسته غواړي

د لراوبر اداره | فبروري 17th, 2010


کندز والې انجينر محمدعمر نن دژورنالستانوسره په يوه خبرې ناسته کې دشپيشل فرس ځواکونو دورستيو لاسته رواړونونه رضايت ښکاره کړاووي ويل چې تيره شپه ئي دچاردرې په ولسوالې کې دقارې ذبيح الله دوژنې اودرې تنه نورو دنيولوپه موکه ښه چاره ترسره کړيده اوزياته ئي کړه چې ډيري دغه ډول عمليات ئي دهواېې ځواکونو پرمټ ترسره کړيدي .
عمرديوې پوښتنې په ځواب کې وويل : چې دتيرې روژې مياشتې راپه ديخوا شاوخوا٢٨٠ طالبان وژلې اود١٧٠ نه تر١٨٠ پورې ټپيان ، او٢٠ تنه دسرخلک ئي هم وژلې چې په دي ډله کې ١٢ چچنائي اوازبکستانې بهرنيان دي چې دامهال ٦ تنه ئي له دوي سره اسيران دي همدغه رازهغې دولتې ځواکونو ته دسردزيان په اړه وويل چې ٣ پوليس مړه،٤ ټپيان او٤ دملې پوځ مړه او ٤ ټپيان شويدي دارنګه هغه داهم وويل چې دتيرې يوې مياشتې راپديخوا دکندزاوبغلان ولايتونو نه ١٠ زره ځوانان دملې پوځ ليکوکې حذب شويدي.

هغه داهم زياته کړه چې دکورينوچارووزارت ورسره دعامه نظم ديوکنډک جوړولو ژمنه کړيده چې په خبره به ئي دسولې په ټينګښټ کې به ښه والې راشئ .
دغه راز هغه وويل : چې مارجه اونادعلې دطالب ځواکونو قوې مرکزونه وو که چيرته هغوې په دغونقاطقوکې مات شئ نوپه ټول افغانستان کې به ماته وخورې.

داپه داسې حال کې ده چې په دي وروستيو کې دکندز والې څو ځله د رسنيو سره په خپلوڅرګندونوکې ويلې چې دغه ولايت ته دي امريکائي سرتيرې راشئ ترڅو دتلپاتې سولې لپاره لاره اواره شي اودغه سيمه دطالب جنګياليو نه پاکه شئ .

Copyright Larawbar 2007-2024