کور / تازه خبرونه / د مارجې څخه ۵۰۰۰ کورنۍ بېځايه سوي دي

د مارجې څخه ۵۰۰۰ کورنۍ بېځايه سوي دي

دهلمند ولايت دجګړی دویری لکبه نیږدی ۵ زره کورنی دمارجی دولسوالی نه دهلمند مرکز لشکرګاه وا دنیمروز خاشرود ولسوالیو ته کده شوې دی .
په ولسې جرګی کی دهلمند ولایت دخلکو استازی وایی بیځایه شوی کورنې و بیړنیو مرستو ته اړتیا لری .
دا به داسی حال کې دی چی دهملند ولایت سیمیز چارکې وایی یواځی ۱۲۰۰ کورنی بیځایه شوی او هغوی ته هم پوره مرستی ور کړل شوی دی .
په هلمندولایت كې د مشترك په نامه روان پوځي عمليات چی رهبری افغان پوځ پر غاړه لری نن ی څلرمه ورڅ پیل شوه .
رپوټونه وايي، چې د وروستيو پوځي عملياتو له امله له مارجې او نادعلي ولسواليو څخه د كورنيو د تيښتې لړۍ لا هم دوام لری .
په ولسې جرګی کی د هلمند دخلکو استازی حاجی میر ولی خان وايي چی د ۴ زرو او ۵ زرو کورنیو په شاوخواکې دمارجی او نادعلی ولسوالی خلک لشکر ګاه ښار ته مهاجر شوی دی .
میر ولی خان وایی چی مهاجری شوی کورنی سختو ستونزو سره مخامخ دي او و بيړنيو مرستو ته اړ دی .
خو دهلمند ولایت سمیز چارواکې دغه دعا ردوی او وایی چی نیږدی ۱۳۰۰ کورنی و لشکرګاه ولایت ته راکده شوی او نور خلک دتیرو کلونو مهاجران دی .
دهلمند د دوالی ویاند داود احمدی وویل چی مهاجرو کورنیو ته لمړنی مرستی یی پل کړی دی .
په هم دی حال کی دنیمروز ولایت سمیز چارواکې وایی چی نیږدی ۳۰۰ کورنی دجګری ددګر نه و نیمروز ولایت ته مهاجر شوی دی .
دنیمروز والی غلام دستګر آزد وایی چی و مهاجرو کسانو ناروغ کسان یی تر درملنی لاندی نیولی او سبا به و دغه کسانو ته خواکې او دسونګ مواد هم وویشی .
نوموړی وايي چی دوی داتوان نلری چی د اوږد مدت ل‍پاره و دغه کسانوته مرسته ور کړی .
بیځای شوی کسانو رسنیو ته ویل چی دو په خوار بد حالت کی ژوند کوی او خوراکې ټوکو او نور وسایلوته اړ تیا رلی .
دا به داسی حال کې دی چی ملګري ملتونه او افغان حكومت ویلی ، چې هڅه كوي له بې ځايه شويو كسانو سره د مرستې بهير ګړندۍ كړي.