کور / تازه خبرونه / دخوست ښاراوتڼيوولسوالۍ سړك پرانستل شو .

دخوست ښاراوتڼيوولسوالۍ سړك پرانستل شو .

په هغه غونډه كې چې ديادشوي سړك دپرانستنې په موخه تېره ورځ دخوست ولايت دتڼيوولسوالۍ كې جوړه شوې وه ،دولايت مقام مرسيتاښاغلي عجب خان سنګين ،دولايتي شورا رائيس داؤدخان شهيدزوى ودفوايدعامې رائيس ،د (پي،ار،ټي) مشر  ، ادمس ،ژورنالستانواودتڼيوقوم مشرانواوعاموخلكوبرخه اخيستې وه .
په سركې دعظيم الشان قران څومبارك اياتونه تلاوت شول ،ورپسې دتڼيو ولسوال بديع زمان خبرې وكړې ،نوموړي دتڼيوسيمه يوه امنيتي اوله نفوس ډكه سيمه وبلله ،اوزياته يې كړه چې دټڼيو ولسوالي يوه زراعتي سيمه ده چې ډېرې ځمكې لري خوداوبودنشتوالي له ستونزې سره مخ ده .
نوموړي غوښتنه وكړه چې دولت بايدپدې برخه كې ديادې شوې سيمې له خلكوسره لاسنيواى وكړي  .
ورپسې دفوايد عامي رائيس پخپلوخبروكې دتڼيودپُل ژمنه وكړه او ويې وويل چې په راتلونكي لمريزكال كې به ددغه پُل جوړونه پيل شي .
دولايتي بيارغاونې ډلې لخواپه خوست كې ۱۲۰ كيلومتره سړكونه جوړيږي چې لومړنۍ سړك يې دتڼيواوخوست ښارترمنځ د۸،۶  كيلومتروپه اوږدوالي جوړشواوپه راتلونكي كې به ددغه سړك اوږدوالۍ تر پنځه ويشتوكيلومتروپورې ورسيږي .
همدارازشهيدزوى هم دتڼيوسيمې خلك دامنيت په ټينګښت اودولت سره دلاسنيوي  په ساتنه كې بياوړي وبلل او دغه سړك يې يوه لويه راسته راوړنه وبلله چې په اساسي ډول جوړاونن يې دپرانستنه ترسره شوه .
په وروستۍ برخه كې سنګين  ،قومي مشرجنرال غازي ،مستي ګل ،رسول بادشاه ،اود(پي ،ار،ټي) مشرادمس خبرې وكړې .
دوىدغه سړك دتڼيو ولسوالۍ خلكو لپاره يولوى كار وبالۀ او ويې ويېل چې ددې سړك له مخې به ديادې شوې ولسوالۍ داوسيدونكيو ترانسپورتي ستونزې كمې شي .
يادشوى سړك په خوست كې دولايتي بيارغاونې ډلې لخواد ( اتۀ لكه ،پنځه ويشت زره ) امريكايي ډالروپه لګښت دفوايدعامې رياست په چوكاټ كې جوړ اوكاريې په دريومياشتوكې پاى ته ورسيد.