کور / خبرتیا او پيغامونه / هلمند:دسيستان جرېدې نوې ګڼه چاپ سول

هلمند:دسيستان جرېدې نوې ګڼه چاپ سول

په هلمند كي د مياشتنۍ خپلواكي او ازادي  سيستان جريدې څلورمه ګڼه هم له بيلا بيلو ادبي ، روغتيايې ، سياسي ، ژورناليستيكي مطالبو سره په اتو مخونو كي له چاپه راووتل .


د سيستان جرېدې چلوونكي وايې چي دغه جريده  د هلمند او سيمي لپاره يوه ګټوره او پرمختللې خپرونه ده  چي تر ټولو يې ستر ګټه داده چي د هغو ليكوالانو چي نورو خپرونو او رسنيو ته لاس رسى نه لري نظرونه او ليكني چاپېږي .


تر ټر بريده دا جريده په هلمند كي تر نوور پر مختللې ده ځكه چي د مطالبو په انتخاب كي يې د پوره مهارت او د حروفو  په تصحيح  كي يې له غور څخه كار اخيستل كيږي .


د سيستان جريدې مسؤل چلوونكي د آريانا ټلوېزيون خبريال عبدالودود هجران او مرستيال چلوونكى يې د شريف الله دوست دى .


دوئ وايې چي نوموړې جرېده پخپل مالي لګښت چاپوي او تر دا مهاله وروسره د چا له خوا مرسته نه ده سوې .


د يادوني وړ ده چي دا مهال په هلمند كي د بګړۍ مجلې تر څنك دوې درې نوري مجلې او جريدې هم چاپيږي .