کور / تازه خبرونه / د ځانمرګو صدرۍ او چاودونکي مواد ونيول سول

د ځانمرګو صدرۍ او چاودونکي مواد ونيول سول

د بلوچستان ايالت په چمن ښارګوټي کي له يوه کور څخه ځانمرګي صدرۍ او چاودونکي مواد نيول سوي دي.
د چمن د پوليسو مشر حامد شکيل وايي دغه صدرۍ او چاودونکي مواد يې هغه مهال ونيول چي په يوه کور کي چاودنه وسوه او پوليس يې د څېړني په خاطر سيمي ته ورسېدل.
د حامد شکيل په وينا په کور کي مېشت کسان تر چاودني وروسته تښتېدلي ول، ځکه خو د پوليسو لاسته څوک نه دي ورغلي.