کور / تازه خبرونه / کنړ: بمباريو ولسي خلګ وژلي دي

کنړ: بمباريو ولسي خلګ وژلي دي

د کنړ ولايت په شيګل ولسوالي کي د بمباريو له کبله ١٢ تنه وژل سوي چي ځايي اوسېدونکي يې ولسي خلګ بولي.
د کنړ د شيګل ولسوالي د شيلټن سيمي اوسېدونکي وايي تر نن غرمې پوري يې د لسو تنو مړي له خاورو راکښلي چي درې تنې ښځي او درې ماشومان هم پکښي شامل دي.
د کونړ چارواکي د ايتلافي ځواکونو دغه بمبارۍ او د خلګو مړينه مني خو وايي طالبان هم پکښي وژل سوي دي. د کونړي امنيه قومندان خليل الله ضيائي بي بي سي ته ويلي سيمي ته يې دولتي پلاوى لېږلئ چي د ملکي کسانو د مړيني په هکله دقيق معلومات راټول کړي.
بلي خواته د آيساف ځواکونو له خوا نن د چارشنبې په ورځ يوه خبرپاڼه خپره سوې چي وايي د افغانستان په ختيځ کي يې تيره شپه د بمباريو پر مهال ١٢ طالبان وژلي دي.