کور / تازه خبرونه / طالبانو په مارجه کی دوه امریکایی پوځیان ووژل

طالبانو په مارجه کی دوه امریکایی پوځیان ووژل

د امریکا « سی . ان . ان » شبکه خبر ورکوی چی د هلمند په مارجه کی د جلا جلا پیښو په ترڅ کی طالبانو دوه امریکایی پوځیان په مخامخ ډزو کی ووژل . په دې سره د امریکایی پوځیانو تلفات ۹۹۳ ته ورسېدل .
خو نظامی ناظرین وایی چی د امریکایانو او برتانویانو تلفات په مارجه کی ډیر دي خو هغوی یې وروسته له دې په تدریج سره اعلانوی . پرون طالبانو په مارجه کی د هغوی یوه الوتکه هم نسکره کړې وه خو امریکایان هغه نه منی .