کور / تازه خبرونه / بشيربلور: حکومت او امريکا خپلي ژمني نه دي پوره کړي

بشيربلور: حکومت او امريکا خپلي ژمني نه دي پوره کړي

د پښتونخوا ايالتي حکومت وايي د پاکستان مرکزي حکومت او نړۍ والي ټولني د ميليونونو ډالرو مرستي ژمنه ورسره کړې وه خو تر اوسه يې پر خپلو ژمنو وفا نه ده کړې.
د پښتونخوا مشر وزير بشير احمد بلور نن په يوه خبري کنفرانس کي وويل له ايالتي حکومت سره ژمنه سوې وه چي د ترهګرۍ ضد جګړې په مقابل کي به مرکزي حکومت او نړۍ واله ټولنه پراخي مرستي ورسره وکړي، په ليري پرتو سيمو کي به د بيا رغوني او پرمختيايي پروژو کارونه پيل سي، خو تر اوسه په دې برخه کي يوه روپي مرسته هم نه ده ورسره سوې.
د ښاغلي بلور په وينا مرکزي حکومت د ٧١ کروړه روپيو او د امريکا سفير د ٣٦ ميليونه ډالرو مرستي ژمنه ورسره کړې وه، خو نه د پاکستان مرکزي حکومت او نه هم امريکا پر خپلو ژمنو درېدلې ده.