غزل

36 | فبروري 17th, 2010


جوړه وه دګل غوندي خبره وه چا ورانه کړه
هيله وه تنکۍ وه خياليګره وه چاورانه کړه

سوزنده بارودو په اومو شونډوراوچه کړه
غونډه منډه رغنده سندره وه چا ورانه کړه

ګوره چی داکوم ياغی لړم زهر پری وپاشل
تيږه مو د هر غره مرغلره وه چاورانه کړه

خړه پړه مېنه راته ګرانه له پارسه وه
جوړه مو له ويني د ځيګره وه چا ورانه کړه

ولي به بازيده د تورخم پولی نه غلی تلم
لاره خو سيده تر پېښوره وه چا ورانه کړه

»

Copyright Larawbar 2007-2024