که ممکن وي

36 | فبروري 17th, 2010


يوځل بيا له خنــــــداشنه شـــــــــــــه که ممکن وي
ستړې ساه ته مې دمــــــــــــه شه که ممـــــــکن وي

لکـه ورېځ سره چې تالنـــــــــــده برېښنــــــــــــــاوي
ياره دومـره راسره شـــــــــــــــه که ممـــــــــــــکن وي

نن خويوناڅـــــــــــــــــا په زموږ په لاره راشـــــــــــه
سمنـــــــــــــدر ياغي څپـه شــــــــــــــه که ممکن وي

چې ترلاســـــــــــــه دې وړيالــــــه هر بلا کـــــــــــــــړم
يوه ناچله شــــــــــــان سکـــــــــــه شه که ممکن وي

لکه کونګ تورې تيارې مې په نصيب شــــــوې
مرګه نوردژوندپرده شــــــــــــــه که ممـــــــــکن وي

جاوېدستاعشــق کې بڼکې غوندې سپک شوم
خېردی اوس خـــــــــوراستنــــــه شه که ممکن وي

»

Copyright Larawbar 2007-2024