کور / کیسه / ښه کار ونه شو

ښه کار ونه شو

هلک چی کله د نجلی کور ته ورسید نو د نجلی د کوټی د کړکی له لاری چی هره ورځ به یی وازه پریښوده دننه شو. لا یی له انجلی سره سلام علیکی هم نه وه کړی چی انجلی په هغه غوصه شو او تری یی وغوښتل چی د کالو په الماری کی پټ شی. هلک له هیڅ شی خبر نه راساً الماری ته ننوت او انجلی د الماری ور وتړه. لا یو څو شیبی تیری نه وی چی د څارندوی افسر د انجلی کوټی ته ننوت او له هغی یی د پښو د آواز پوښتنه وکړه. انجلی خپل نا خبری څرګنده کړه او د څارندوی افسر بیرته بلی کوټی ته ننوت او له ښځی سره په خبرو لګیا شو.
څارندوی افسر چی ډیر سپین سترګی سړی وی د خبرو په مینځ کی یی ښځی ته چی حمیرا نومیده داسی ووییل
“حمیرا جانی ”
“هو، څه وایی ”
” لور دی څومره ښایسته شوی ده”
” هو له ما هم ښایسته ده”
” کوم څوک یی مرکی ته نه دی راغلی؟”
“نه تر اوسه خو ندی راغلی، خو ماما یی وایی چی خپل زوی ته یی کوومه ”
“څه وایی، وګوره څومره کاکه ځوان دی مخ کی ناست دی او ته یی د ماما د زوی خبره کوی ”
“څه وایی کریمه… زه او ته سره اړیکی لرو، هغه په تا حرامه ده ”
“حرام او حلال یی چا باستلی، یو څو ورځی دنیا ده پریږده چی عیش وکړو ”
” نه داسی کار نه شم کولای او سربیره پر دی ته اوس له څلویښتو اوښتی یی او هغه نوی پیغله ده، ښه کار نه دی ګناه لری.”
“څه ګناه لری له ما سره به ډیره خوشحاله وی”
“نه مه خفه کیږه دا کار زما له توانه وتی دی ”
“ښه چی دا کار نه کوی نو نن شپه به زه له هغی سره تیره کم بیا دی زړه چی هر چا ته یی ورکوی ور یی که ”
“نه دا کار هم نه شم کولای ”
هلک چی له ډیره وخته له انجلی سره اړیکی درلودی، له ځانه نا خبره بیا د انجلی کور ته روان شوی وو. که څه هم چی دی خبر وو چی دا کورنی له پخوا بدنامه ده خو بیا یی هم له ډیری مینی نه شوای کولای له هغی سترګی پټی کړی. د انجلی چی پلار یی ډیر وخته مړ شوی وو، مور یی له یوڅارندوی سره چی د جنایی د څانګی افسر وو، نا مشروع اړیکه درلوده. په هغه وخت کی یی پولیسانو ته څارندویان ویل. دوی که څه هم د خلکو او مال د څارنی دنده درلوده خو کله به یی د خپل شخصی ګټو لپاره د خلکو له ګټو سترګی پټولی او هغوی به یی د خپل د ګټو لپاره استعمالول.
د څارندوی افسر چی د انجلی مور یی له یو چا سره یو ځای نیولی وه، په عوض د دی چی هغه د قانون د څار څانګو ته وسپاری، هغه یی خپل شخصی مینځه کړه او وخت ناوخت به یی له هغی ناجایزه ګټه پورته کووله. که څه هم سړی د ښځی نه خوښیده، خو هغی هم د څارندوی افسر سره له اړیکو ګټه اوچتوله. او کله کله به چی په کومه پیښه یی ونیول شوه نو بیا به د څارندوی افسر له خوا خوشی کیده. دا د ښځی له پاره چی په وخت سره بیرته دنده شروع کړ، ډیره ښه خبره وه.
پولیس چی د ښځی له دی خبری ډیر په غصه شوی وو ، ښځه یی یوه سپیړه په مخ ووهله او د ښځی له دی سپیړی پوزه وینی شو او له سړی سره یی منګولی ولګولی. سړی چی ډیر قوی وو، په څو موټو او سپیړو یی ښځه له سده وایسته خفه شو او بیرون ووت سګرت یی روښانه کړ او په څکولو لګیا شو. سګرت یی چی خلاص کړ له ځانه سره یی چرت وواهه چی اوس ښه وخت دی د انجلی مور هم بی سده ده له انجلی سره به ویده شم او صبا به ښځه له یوی پیښی سره مخامخ شوی وی او هیڅ به یی له توانه پوره نه وی. بیا به زما کار جوړ شی. له همدی خبری سره د انجلی د کوټی په لور رهی شو.
انجلی چی د ملګری سره په مینه لګیا وه، د سړی په لیدو حیرانه او له خبرو پاتی شوه. هلک چی له دی ټولو خبرو ناخبر وو، راساً یی په سر وار وشو یو ځل په داسی پیښی واوښت چی حیران پاتی وو څه وکړی کوښښ یی وکړ چی له کوټی و تښتی، خو وخت یی پیدا نه کړ او په څو ثانیو کی بی سده د کوټی په مخ پریوت. د پولیس او ددی کورنی ټول راز څرګند شوی وو نو پولیس بله چاره و نه لیدله به غیر له دی چی هلک باید مړ کړی. نو له ملا یی تفنګچه وایسته او غوښتل یی چی ډزی وکړی خو د انجلی مور د رسوایی له ډاره هغه دا کار ته پری نه ښود او لاړه له بلی کوټی یی تبر راوړ او سړی ته یی ورکړ چی پری هلک ووژنی. پولیس په تبر سره د هلک هډوکی مات کړل او ښځی چاړی سره هغه ټوټی ټوټی کړ او په یو بوجی کی یی ځای په ځای او د خپل موټر په ټول بکس کی یی ځای په ځای کړ. په نیمه شپه کی لاړ او هغه یی د شادیانو په دښته کی ښخ کړ او بیرته راغی. وروسته له دی چی سر او ځان یی ومینځه بیرته د انجلی کوټی ته او انجلی سره ویده شو.

یادونه: دا کیسه د یو رښتینی کیسی پر بنست لیکل شوی ده چی څو کاله پخوا د تنظیمی جنګونو په وخت، مزار شریف کی پیښه شوی وه.