کور / نثر / تحفه

تحفه

ستاسو د لېمو د تسکين دپاره ستاسو د ښکلا په دي نمايش کي هر څوک د سېالۍ يا د ستايني په خاطر د خپل ټاټوبي بې ساري ښاهکارونه وړاندي کوي ٫ د رنګو ډک د ژوند تصويرونه ښکاره کوي…دلته په دې محفل کي چا پر ځان خلک را غونډ کړي خپل د وطن څخه راوړي د ښايسته توکو په تعريف لګيا دی بل د راغلو ښاغلو پر شونډو خپرو د خوښۍ د موسکاوو په را ټولولو لګيا دی… څوک د چا په غوږو کي د جمال عسلونه ور تويوي څوک بيا ګرځي د تحسين عطرونه بويوي…

زه هم د ليري دښتو ، ويرانو څخه ،سپېرو کنډوالو، د پيراخو پيراخو هديرو ،د تورو غرو د مورچلو څخه ،يو مسافر يو مېلمه راغلی يم … د نورو په څېريو څه لرم چي تاسو ته عجبه وي، تاسو ته خبره زړه خو څېره نوې وي، او ستاسو د وخت د تېرولو دپاره يوه ښه پلمه سي…

خپل د خړو خاطرو پيکه عکسونه د ژبي په خورجين کي تاسو ټولو ته سوغاتونه راوړی…ما د هوسۍ د سترګو په څېر د تورو تورو غټو لېمو څخه په کجلو لړلي سپيني پښتني مرغلري راوړي… هره اوښکه غټه غټه يو الماس دی…خپل د مور دا ور پاته دا تل پاته جايداد مي ستاسو د نمايش د ځلا دپاره ډالۍ کړی…لکه د اسمان دا جل و بل ستوري په دې محفل کي کاينات غوندي راوړی…

د اور د ښاره څو نارنجي شوخي بڅري د سپينو ستورو سره په بدرګه کي دی و تاسو ته ساتلي …
د هر ځوريدلي، سوځيدلي ماشوم د درده ډک ځګېروی می ستاسو د غوږو د خيرو د پاکولو دپاره درمل راوړي…

ګورئ زه د پښتون پچی خالي لاس نه يم راغلی د خپلي خاوري دا ګراني تحفې مي راوړي…اوس مي په کور کور ، کوڅه کوڅه
،کلي کلي کي بس دغه پيدا کيږي زما هم پر تاسو هم دغه پېرزو کيږي…

دغه په ګرزو لړلي د کلو کلو انځورونه ، په درد کي نغښتي اوازونه ، مي د وران بڼ څخه د نړۍ و دې انځوريز نندارتون ته زما تر مخه زما د مېني نورو وړونو هم راوړي…