کور / تازه خبرونه / د ښوراوک په پوځي فرقه کي جامع جومات جوړسو

د ښوراوک په پوځي فرقه کي جامع جومات جوړسو

۲۸ جنوري :


دهلمندولايت دښوراوپه پوځى كمپ كى ملى اوردوته جامع جومات جوړسو


دغه جامع جومات  په ښوراو پوځي كمپ كي جوړ سوى دى  چي ډير ښكلى دى او يوه جګه مناره هم لري داسي بريښي چي لږ تر لږه په شپږ جريبه مځكه كي جوړ سوى وي .


د ملي اوردو ددريمي پلي لوا ددوه سوه پنځم اتل قول اوردو قوماندان بريد جنرال محى الدين غوري دورغلوقومى سپين ږيروقومى مشرانواوعلماو په مينځ كي وويل چي دغه جومات د څه باندي دوه ميليونه امريكايې ډالرو په لګښت د شپږو مياشتو په موده كي د انګليستان د هيواد په مالي لګښت جوړ سو .


غوري زياته كړه چي په ياده سوى جامع جومت كي به په شاوخوا خالى مځكه كى گلان هم وكرو ترڅونوره هم ښكلاوركړى اووويل چى په دغه جومات كى پر يوه وخت درې زره لمونځ كوونكي ځاييږي او په دې كي به د ملي اوردو سرتيرو د عصري زده كړو تر څنك د قرانكريم د يادولو زده كړه هم وركول سي


دا مهال د ملي اوردو د سرتيرو په خبره په هلمند كي درې زره او دوه سوه د ملي اوردو سرتيري ميشت دي چي د پوليسواو نړيوالو ځواكونو سره اوږه پر اوږه دوطن په ساتلو بوخت دي .


د يادوني وړ ده چي په ښوراو پوځي كمپ كي د ملي اوردو د سرتيرو لپاره لومړى جامع جومات دى چي جوړسو او ګټي اخيستلو ته چمتو سو.