کور / شعر / غزل

غزل

افغانانو سر ه لاس ورکړی یو بل ته
دا ګوټ مات  کښتی را وباسی ساحل ته


د زمان کاروان روان دی نه دریږي
په جنګونو سړی نه رسی  منزل ته


د  ډوبي او سنګاپور ننداره وکړي
بیا نو وغوړوی سترګی خپل کابل ته


دا  یو لو یه بد بختی ده چه راغلی
جهاد وایو هر تخریب او ورور وژل ته


پوهی زد ه کړی مرکزونه څیزل کیږی
که یی نه منی  ورځي  غزنی زابل ته


د ی وطن کی عدالت به هله راشي
چه پناه  نوي ډاکو غل او  قاتل ته


دا وطن زخمی زخمی په زړه چاودلی
زر یی وژغوړی یا لویږی بحر تل ته


دا بیمار وطن به هیڅکله جوړ نسی 
څو طبیب نشو وطن  دارو درمل ته


د خالد زړګی به هغه وخت  آرام شی
چه د سولی ګلان راوړی یار اوربل ته