په یوه هفته کی ۱۹ بهرني پوځیان وژل سوي دي
فرانس پریس آژانس د ناټو په حواله خبر ورکوی چی په افغانستان کی د یوې اوونۍ په تر څ کی طالبانو ۱۹ بهرني پوځیان وژلي دي . دا تلفات پر مارجه باندی د عملیاتو د پیل راهیسی پیښ سوي دي چی تر نیمایی زیات یې په مارجه کی او متباقی د افغانستان په نوروبرخو کی منځته راغلي دي . خبر وایی چی یوازی پرون یعنی په پنجشنبه د ناټو شپږ پوځیان په مارجه کی ووژل سول . خبر زیاتوی چی اوس په مارجه کی د طالبانو مهمات مخ پر ختمېدو دي نو ځکه چریکی جنګ پیل سو چی دا تر جبهه یې جنګ ناټو ته خطرناک دی .