طالبانو په مارجه کی دوه نور امریکایان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 19th, 2010


د امریکې « اې . بی . سي » شبکه او ناټو په جلا جلا راپورونو کی خبر ورکوی چی امریکایی پوځیانو پرون په مارجه کی دوه کسان نیولي وو او د هغوی څخه یې تحقیقات کول چی ناببره یې تر خوا درنه چاودنه وسوه خو دا معلومه نه ده چی هغه ماین و او که انتحاری حمله او که بل څه و . خبر زیاتوی چی د دې سره سم شاوخوا امریکایی پوځیان په وینو ولړل سول او درې هلیکوپترونه ډیر ژر راغلل او هغوی یې انتقال کړل . خو کله چی یې پرواز وکړ طالبانو د څو خواوو څخه ضربې پر وکړې لاکن هغوی بچ سول . تر اوسه معلومه نه ده چی څو امریکایان به وژل سوي وي خو د دوو پوځیانو وژل ومنل سوه چی په دې سره د امریکایی پوځ تلفات یو زر ته نږدې ( یعنی ۹۹۸ ) سو .

Copyright Larawbar 2007-2024