کور / شعر / سوات

سوات

په څه بانه دې ملاقات غواړمه
د خدای په نوم درنه خيرات غواړمه

د ګرېوانه تند ه مې نه ماتيږي
ځکه د اوښکو خرابات غواړمه

ستا په زړګي مې کله غم لورېږي
دا خپل زړګی ځکه تل مات غواړمه

که خدای مې وپوښتي چې څه غواړې ته
زه به جنت کې هم ترې سوات غواړمه

په تشه خوله کله خپليږي اټک
خدايه منصور غوندې جذبات غواړمه