کور / شعر / سبو ته مې سلام دی

سبو ته مې سلام دی

د وطن دښتو ميرو ته مې سلام دی
ټولو دنګو دنګو غرو ته مې سلام دی

دم په دم مې راياديږي چې شوم لرې
د خېوې لارو کوڅو ته مې سلام دی

که پردي ملکونه هر څومره شي ښکلي
د وطن درو درو ته مې سلام

څومره خوند دی هر يو شي کې ستا وطنه
ستا شفتلو ستا سبو ته مې سلام

خدايه جوړ نور دا وطن افغانستان کړې
پښتونزۍ يم پښتنو ته مې سلام دی