کور / شعر / 0000000

0000000

لېمه پر ژرګو مخ پر اغزو ږدم
اړخ پر كروړو څنګ پر مېخو ږدم
پر لمبو نجتم د كږدۍ ستنې
سر پر سكروټو تن پر لمبو ږدم
پر څړۍ اخلم د ګروزو واري
ټټر پر غشو زړه پر نېزو ږدم
ګولۍ ته پرانيزم د ګرېوان غوټې
خونړۍ توري په ښاه رګو ږدم
لاس ننه باسم د پړانګ په زامو
پښه پر خپړو د شنو زمرو ږدم
مرلۍ وهئ اپي ښامار ته
مرۍ د بوري پيلي پر پښو ږدم
غاړه وروړمه د دار رسۍ ته
يو ګام پر مړو بل پر ژوندو ږدم
د ټانكو مخ ته غورځوم وروڼه
د زويو زړونه د توپ پر خلو ږدم
زړه ته راتېري دروږومه
تر ژوندو راګراني پر سرو اورو ږدم
مرګ ته ورځغلم اجل رانيسم
بلا رابولم غم پر لېمو ږدم
 
مګر دا هيله له مانه كړه
چې پردي واك ته سر سجدو ږدم