کور / شعر / غزل

غزل

پر مخ د هسك سپينې سپېدې شوې زه لا ستا په تمه
د انتظار سترګې ړندې شوې زه لا ستا په تمه
پر لويه لار شوم لكه پل ستا و ديدن ته پاته
لاړې اوډرې قافلې شوې زه لا ستا په تمه
تا مې په څومره بېدردي مړې تلوسې كړې د زړه
دوى خو د خاورو مېلمنې شوې زه لا ستا په تمه
چې مې ليدل د تصور پر مړوند ستا په هكله
واړه خوبونه افسانې شوې زه لا ستا په تمه
ما چې ژړل ستا چې لوزونه د راتلو وو پر خوله
له تا مې هېرې سترګې سرې شوې زه لا ستا په تمه 


بندي په بند د هجر زه شوم بوريواله راشه
زنګ مې په پښو كې زولنې شوې زه لا ستا په تمه 


 


 


تاثير


 


.h.taseer@gmail.com