کور / کتاب / کندهار:دوه نوي کتابونه چاپ اوخپاره سول

کندهار:دوه نوي کتابونه چاپ اوخپاره سول

دکندهاردښوونکودروزني دعالي مؤسيسې دادبياتودپخواني استادشاعر،ليکوال اوسياسي څېړونکي استادفضل محمد(پنهان)دوه نوي کتابونه (زريني مرغلري)او(کندهاردصفوي اومغولي امپراتوريوپه منځ کي .) تازه چاپ اوخپاره سول .
(زريني مرغلري): يوسلودوشپېته مخه اثردى چي داستادشل بيلابيلي علمي اوادبي مقالې پکښي خپرې سوي دي .
دوهم کتاب يي هم دليکوال په خپل لګښت پريوسلواووه ويشت مخونوباندي خپورسوى چي دکندهارپه اړه تاريخي اثردى چي دددوامپراتوريوپه اوږدوکي يي کندهارپکښي څېړلى دى .
لوستونکوته دي ياده وي چي په تېره مياشت کي دنوموړي استادشپږعملي اوادبي کتابونه هم چاپ اوخپاره سوې ؤ چي ددغودووکتابونوپه خپرېدوسره داستاددچاپي اثارومجموعه لسوته ورسيده ځکه له دغوکتابونوڅخه ترمخه يي دوه نورکتابونه هم چاپ اوخپاره سوي وو.