کور / نثر / ابدي سندره

ابدي سندره

زه د تخليق په بې پايانه بحر كې،هيڅ هم نه يم.


خو چې ستا لا محدود محبت ته ګورم ځان راته نه غلې كېددونكې تلپاتې سندره ښكاري.


څومره لنډپاري دي هغه وګړي چې پر ما زړه سوځي.


هو، زما همزولې نجونې په نوو جامو او زرينو ګانو وياړي ، خو زما پيوندي كالي له هر راز پسوله سپك دي ، او په غاړه كې مې د زرپرستو د غلامۍ زنځير نه دى پروت، زه وياړم چې د روح مرغۍ مې د هري لومي او پنجرې نه ازاده ده.


زما باداره! زه د دنيا متاع نه غواړم، خو د زړه وسعتونه مې په خپل ابديت كې ورك كړه.


هغسي لكه د سوزان لمر وړانګې چې د پاستۀ شبنم څاڅكي په خپله توده غېږه كې په نڅانڅا پورته بيايي او د خپل وجود نمود وركوي.


 


 


تاثير h.taseer@gmail.com