کور / نثر / نوى كال

نوى كال

نوى كال ، نوې هيلې ، او نوى ژوند څومره خواږه ټكي دي.
بيادم پر “نوي” څومره مين دى. زړه پسخوي شوق پاروي او اعصاب تخنوي. انسان تحول پرست دى. ځكه چې طبيعت د تحول خوښوي.
دا دنيا د تحول ده، تحول باندي ودانه ده خوږ او تريخ به څنګه پېژنئ؟ تور او سپين به په څه شان بېلوئ او د نوي او زاړه فرق به په څه راڅي؟ په تحول !
نوى كال يو تحول دى . پسرلى يو تحول دى …او د زاړۀ له تحول څخه وروسته يو نوى تحول دى . نوى غم كه نوې خوشالي ؟ كه څوك وغواړي كه نه ! د چا زړه ښه شي كه بد…. خو طبيعت خپل پخوانى چلنج ياني د زندګۍ زوړ سوال په كال كې يو ځل نوى كوي.
پسرلى د ژوند د شباب  عرضي موسم دى، په دې عظيمه مظاهره كې د طبيعت د تخليق ټولې نمونې د دې سوال د اورېدو د پاره حاضرېږي. په چا غم وي .. په چا ښادي…څوك ژاړي، او څوك خاندي… خو فضاء ورته داسي په ننداره كې وازه خوله حيرانه او وارخطا وي ،لكه د انسان لاس ته د طبيعت ګرېوان ، په يوه كال كې د پسرلي او خزان دوه انقلابونه د طبيعت دوې سترګې دي ، داسي دوې سترګې چې په يوه ژاړي او په بله خاندي .
پسرلى او منى د ژوند دوه تصويرونه دي. د پسرلي حركت پس له كاله وي… خو كه داسي و نه شي نو پسرلى د طبيعت د اړخ يو معمولي بدلون و، راغى او تېر شو. د تاريخ د تګړۍ يو ول زيات شو. د سينما د يوې پردې ننداره دي وكړه او پنا شوه .
دنيا لكه څنګه چې ټول عمر په ځان پوري خاندي هر سهار د پښېمانۍ ګرېوان څيري . هر ماښام پر خپله بده ورځ ماتم كوي . دغسي په كال كې يو ځل په تا پوري هم خاندي دې خندا ته د پرښتو د عصمتونو ناموس ، د جنتي حورو د ښكلا پېغمبران او د طبيعت د تخليقونو شهكارۍ او رنګينۍ راولي.
د دې خندا ختم په ژړا دى ، خو هغه وخت چې مو هيڅ له لاسه نه كېږي او لاس تر زنې به ناست يو! 
               “””



تاثير.h.taseer@gmail.com