کور / z_buitenland_news -- 5 / په فرانسه کې درمزفيلډ د محکمې غوښتنه

په فرانسه کې درمزفيلډ د محکمې غوښتنه

 
د امريکا  پخوانی د دفاع وزير د بنديانو د شکنجې په تور په فرانسه کې محاکمه کيږي .
په فرانسه کې د لومونډ ورځپاڼي پرون د جمعې په ورځ وليکل چې د فرانسې دبشري حقوقو څلورو سازمانو يو شکايت خپور کړی دی چې په هغه کې د امريکا پخوانۍ ددفاع وزیر ډونالډ رمز فيلډ د ګوانتانامو،او په عراق کې د ابوغريب د بنديانو دبشري ضد شکنجو په خاطر بايد محاکمه کړل شي .


 رمز فيلډ چې همدا اوس په فرانسه کې په يوه خصوصي ليدنه بوخت دی، په فرانسه کې د څلورو فعاله  بشری حقوقو دسازمانو لخوا د هغه پر ضد د پاريس په عدلي محکمه کې دعوه کړېده چې نوموړي  په هغه وخت کې چې د امريکا ددفاع وزیروو او د بنديانو د بشري ضد شکنجې حکم ئې ورکړی وو، بايد محاکمه  شي .
رمز فيلډ دامريکا د جګړه غوښتونکو دنوي محافظه کارانود غړو څخه يو غړی وو چې په کال ۲۰۰۶ کې ئې د عمومي افکارو د فشار په وجه د خپلي دندي څخه  استعفا وکړه  او د خپلي دندي نه ليري کړل شو .