کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د مذهبى جماعتو او علماو فريضه

د مذهبى جماعتو او علماو فريضه

 
د لري پښتونخوا پـښتانه چې داو خت  په کوم مصيبت کښى  گرفتار دى  او يو دبل  په وينو ئى خپله د امن و امان علاقه  سره کړى ده او په دې اورکښې  تر اوسه بى شميره ماشومان، زنانه او بيگناه خلک  سوځيدلى  او لاسوځى او دغه اور اوس  د پښتونخواه مرکز پيښور دروازى ته را رسيدلئ  دئ.


 مذهبى جماعتونه، علما او دين دوست خلک ښه باندى خبر دى اوپه دې  هم پوه  دي چې  د دې اور مړولو دپاره دوی ته څه  کول پکار دي  ځکه چى  دوی  د خلکو د نمائندگۍ  دعوه هم کوي  د مذهبى  اقتضاهاتو ذمه  وار او د عويدار هم دوى دي له خلکو څخه  ووټ هم په  دغه اساس غواړي او دخلکو دبنيادى حقوقو چي په  هغو کښي  تر هر څه  د مخه  خلکو دسرو مال او عزت  و آبرو حفاظت دئ کوم چى  د دوى فريضه ده چى په احسن ټوگه  ئى ادا کړى ولى د ډير تاسف خبره ده چى  په دې لړ کښي  دوى  غلى ښکارى.



له ووټ  غوښتلو پرته هم په حيث  د دينى  لارښودو د دوى فرض  دئ  چى  د خداى :ج:  دپاره د قرآن  و سنت په رڼا کښى پښتانه له ورور وژنى منع او عذاب نه را و باسى آخر که دوى چې  اصل ذمه وار دى  دا کار ونه کړى او خپله دينى فريضه ادا نه کړى نو دا کار به  څوک  کوى؟  د ژوند داسى څانگه  او د ملک  داسى علاقه نشته چى  د دى جنگ  وجدل او ورور وژنى له اثراتو محفوظه  وى، هر سړئ  وار خطا دئ   او نه پوهيږى چى  دا  جنگ  د پښتنو تر علاقو پورى ولي محدود دئ   او ددې مقصد څه دئ ،پاى څه دئ  او داخلک چى مخونه ئى پټ وي  او بيا وژل کيږى او نه ښکارى چى څوک وو  مړى ئې  څه شول او نيول شوى څه شول کوم عدالت ته ئى پيش کړل.



د مذهبى جماعتونو که سياسى دى که غير سياسى او علماو  که هغه سياست کوى که ئى نه کوى تر انتخاباتو او ووتګ  غوښتلو د مخه بايد دا اور مړ کړى په دى سره يخ  کښې چې په لکهونه پښتانه کډى په سر له خپلو کورونو بى کوره شوى او بى کوره کيږى نه خوراک لرى نه د پناه ځاى او ماشومان ئى له  شنه يخه مرى بايد له دوى څخه  تر ووټ غوښتلو دمخه  ددوي ضروريات پوره کړى دوى ته له دى مصائبو نجات ورکړى  له مذهبى او سياسى جماعتونو او علماو  علاوه د نورو سياسى جماعتونو اوپه انتخاباتو  کښى  ولاړ و اميد وارانو فرض ده چې  خپل فرائض  ادا کړى او امن قائم کړى د فساد او مصيبت زده  بى کوره خلکو چې  د جنگونو په وجه له خپلو کورونو ښارى علاقو ته راکوز شوى  دى د زړه له اخلاصه پوره پوره مرسته‌ وکړى ځکه  چې  دا دمسلمانانو په حيث د دوى  فريضه ده دوى بايد د پښتنومسلمانانو په شان خپله روټى  له دوى سره وويښى ځکه چې  يو ورور وږى وى بل ورور ته پکار نه ده چې  يواځى ئى وخورى.