کور / سياسي / دلته خلك خپل ورور ته مهاجر وائى

دلته خلك خپل ورور ته مهاجر وائى

 
ګرانو لوستونكو . فخر افغان  باچا خان هغه شخصيت  دى چې  د لر اوبر  افغانانو په شمول  په ټول هند او نړۍ كښې  مبارز قومونه ورباندې  وياړي  اوځان  د باچاخان پيروكار بللو  باندې فخر كوي  فخر افغان  باچاخان  ټول عمر د پښتنو افغانانو ديوالي  غږ  پورته كړى وو او ترخپلې  اخيرنۍ سلګۍ پورې يې  د پښتنو  دوحدت خبره كوله  دلر او بر افغان  خبره  يې كو له خو ډيره د افسوس خبره ده چى  باچاخان نن پدغه  دنيا نشته او دلته پاته پښتانه د هغه پرخبرو په سلو كښې  يو فيصد هم عمل ونكړ او دلته د افغان  او پښتون دكلمې  ترمنځ  دومره زيات توپير په شمالي پښتونخوا  كښې رامنځته شويدي چې  څوك  يې  اندازه نشى كولې .


 څو ورځې  مخكښې  يو ډير غښتلى ځوان چى  ګمان كوم د څوارلسم ټولګى  څخه فارغ  شوى وو دكار دفترته راغلى  او غوښت يې چي  راسره كار وكړي د روغبړ  ورو سته  مي  ورڅخه  پوښتنه  وكړه چى څنګه  دى مخه راكړيده نو راته وويل چى  زه يو كمپیوټر اپريټر يم  كه ځاى لرى  چى  درسره كار وكړم پدغه خبره پسې  سمدستي  يې وويل  چى  ستا سو سره افغانان كار كوي اوكه پښتانه؟  يوڅو دقيقې  خو ورته په سوچ  كښې  ورك شوم او بيا مې  ورباندې په ځير نظر وكتل ډير ښكلۍ ځوان وو  ښې جامې  يې  اغوستي وې  ګمان  مي  نه كيده چى  دغه خبره  به ده كړى وي خو خير ځواب مي وركړ چى  ګرانه موږ خو دلته ټول افغانان كار كوو او په افغانانو كښې بيا پښتانه  زما تعلق دجنوبي پښتونخوا سره دى خو دلته  خلك ورته بلوچستان وائى  په بلوچستان كښې  دافغان او بيا پښتون توري  اوريدلو سره ډير پريشان  غونډى شو اوفكر يي كاوه چى  په بلوچستان كښې  خو بلوڅان اوسيږي افغانان له كوم خوا نه دلته راغلى دي خير خوبله خبره يې ونكړه  او ولاړو .


 خبرې ډيرى  سر يې يو  په پيښور كښې  د جنوبى  پښتونخوا څخه  راغليوته يابلوڅان  ويل كيږي  او يا خو ورته مهاجر  اوس  دغه  خبره  ډيره د حيرانتيا وړده  چى  په شمالي پښتونخوا كښې  چى  خوشحال خټك  يې په غيږ كښې زيږيدلۍ  دى او هغه  پدغه خبره فخر  كوي چى زه يو افغان يم اوپه خپل شعر كښې  وائي  چې:



   د افغان په ننګ مې وتړله توره   
ننګيالۍ دزمانې خوشحال خټك يم



بلخوا ته پكښې  د فخر افغان باچا خان غوندې  هستي زيږيدلې  چي  ټول  عمر يې  دپښتانه افغان خبره كوله او په مړينه يي  هم د افغان غيږ پرينښوده اوپه اّزاده خاوره كښې  پروت دى بيا ولې څوك  له كابل څخه راغلۍ كس ته د نفرت په سترګه ګوري  د پښتونخوا د يو بل ښار څخه  راغلي كس ته د مهاجر په سترګه كتل  كيږي  د نړى  قامونه  په زرګونو كالو تيريدلو سره د خپل نوم څخه  نه اوړي خو دلته  ډير خلك په شپيته كاله كښې  د خپل پلار نيكه نو م له ځان څخه  غورځوى  او ځان ته يو بل  نوم پيدا كوي .


 پښتون خپل ورور  ته مهاجر وائى  په كراچۍ كښې  پراته په لكو نو مهاجروته  څوك  دنفرت په سترګه نه ګوري  په كوئټه كښې  پراته  هزارګانو ته څوك  د نفرت په سترګه نه ګوري خو د كابل څخه راغلۍ كس  باندې دلته د هرچا سترګې سرې دي او په مختليفو نومونو يې يادوي  د افغان نوم دځان لپاره يو شرم ګڼى  خو په حقيقت كښې  د افغان نوم خو ند هم دهغه كس سره كوي چې  څوك  افغانيت ولري څوك  خپله ژبه  خپل كلتور  ولري  څوك  دخپلې ژبې څخه  انكار ونكړي چى  كوم څوك  خپل په زرګونو كالو تاريخ پرينږدي هغه كس  د افغان په نوم فخر  كوي څوك  چى  خپل اتلان وپيژني چى كوم څوك  احمد شاه بابا  نه پيژني او ميرويس نيكه نه پيژني هغه به افغان څه وپيژني كوم څوك  چى  خپله خاوره ونه پيژني هغه به ورسره مينه څه وپيژنې.