کور / z_buitenland_news -- 5 / د بېنظیر بوټو د وژني پلټني تر اوسه بشپړ سوي ندي

د بېنظیر بوټو د وژني پلټني تر اوسه بشپړ سوي ندي

د  بې نظير بوټو د شهادت يوه مياشت تېره شوه خو حكومت  تر اوسه  د قاتلانو درق لګولو كښې  ناكامه شويدى  دشخصي  ټلويزون د راپور  تر مخه د پيپلز ګوند چيرمين مخدوم امين فهيم  وئيلي   دي چى  ديرش ورځې  تيرې شوې  خو حكومت تر اوسه پورې  قاتلان ونه موندل  پكار دى چې  حكومت  ومونږ ته په ډاګه كړي  چى  اخر حقيقت  څه  دى چى  تر اوسه پلټنې ندي بشپړه شوې  اسكاټ لينډ يار ډهم په خپل  رپورټ  چمتو كولو كښې  پاته راغلۍ دى مونږ څو ځله  د حكومت  څخه  غوښتنه كړيده  چى  د  بې نظير  بوټو د قتل  پلټني  دي دملګرو ملتونو  د لارې  وشي خو زمونږ  دغه غوښتنه  هم ونه منل شوه مونږ غواړو چي  ملګري ملتونه  د دغه قتل پلټنې وكړي او د محترمه بې نظير بوټو  قاتلان ښكاره شي.