کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

اراده:
دى خپلواكې ورځپاڼې خپل لومړي مخ غټ سرليك بيا هم د هلمند په مارجې سيمه كې روانو پوځي عملياتو ته ځانګړې كړې او د ناټو چارواكو په حواله يى ليكلي، چې ددوى په وړاندې د طالبانو مقاومت مخ په زياتيدو دې.
په ورځپاڼه كې له افغانستان څخه د هالنډي ځواكونو د وتلو مسئلې ته هم كتنه شوې او د ناټو دا انديښنه راخستل شوې، چې ممكن دا كار ددوى نور متحدين هم ورته كار ته وهڅوي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په پاكستان كې د طالب مشرانو د نيولو د پاكستان وروستۍ هڅې څيړلي او ليكلي، چې پاكستان غواړي پدې كار سره ځان نور هم امريكا ته نږدې كړي.
د ورځپاڼې سرمقاله په افغانستان كې د ناټو په هوايي بمباريو كې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې وروستيو پيښو ته ځانګړې شوې او پكې په دولت انتقاد شوې ددې ستونزې د مخنيوي لپاره يى هڅې چندانې موثرې نه وې.

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا د امريكا د مركزي ځواكونو د قومندان په حواله ليكلي، چې د مارجې عمليات د اوباما د نوى ستراتيژۍ پيل دې او دا عمليات د جنرال مك كريسټل د هغه پلان يوه برخه ده، چې له دولسو نه اتلسو مياشتو پورې به دوام وكړي.
د افغانستان جنګ د لويديځو دولتونو قاتل د ورځپاڼې د لومړي مخ بل سرليك جوړوي، چې پكې د جرمني د دى ولت ورځپاڼې په حواله ليكل شوي، چې د هالنډ د حكومت نسكوريدل به نور اروپايي حكومتونه له ورته برخه ليك سره مخ كړي.
ويسا بيا پخپله سرمقاله كې د ناټو په هوايي بمباريو كې د عامه خلكو وروستۍ مرګ ژوبلې ته په اشارې ليكلي، تر هغو، چې ټول ولس په يو مټي ډول غبرګون و نه ښۍ او احتجاج و نكړي دا ستونزه نه هواريږي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د مارجې عمليات برخه ليك ټاكونكي بللي او د خپلو پخوانيو تبصرو برخلاف يى ليكلي، چې عمليات ټاكل شويو اهدافو ته رسيدلي او طالبانو ته يى ستر ګزار وركړې دې.
ورځپاڼې ليكلي، چې پدې كې هيڅ شك نشته، چې طالبان اوس خور ور مقاومت كوي، خو د ورځپاڼې په وينا دوى اساسي ګزار ليدلې او په اغلب ګمان سره دا عمليات به په راتلونكو څو ورځو كې پاى ته ورسيږي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې ليكلي، چې له هلمند وروسته د ناټو د ځواكونو بل هدف كندهار دې.

سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د خپل لومړي مخ غټ سرليك په داى كنډي كې د ناټو په هوايي بمباريو كې د عامه خلكو مرګ ژوبلې ته ځانګړې كړې او د افغان دولت په حواله يى ليكلي، چې ناټو په داى كنډي كې درې ديرش كسه وژلي او دولس نور يى ټپيان كړي دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د عامه خلكو په وژنې بحث كړې او دداسې پيښو د عاملينو د محاكمې غوښتنه يى كړې، ځكه د ورځپاڼې په وينا نه بښنه او نه هم غندنه دا ستونزه هوارولې شي.
دې ورځپاڼې هم په پاكستان كې د طالب مشرانو د نيولو لپاره د پاكستان په وروستيو هڅو تبصره كړې او پدې ترڅ كې ددغه هيواد د يو نامتو ليكوال احمد رشيد په حواله يى ليكلي، چې پاكستان ددې كار تر شا خپل اهداف تعقيبوي.

افغانستان ټايمز:
دې خپلواكې ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د پوځي عملياتو په مهال د عامه خلكو په وژنې كلك انتقاد كړې او ليكلي، چې تر هغو، چې د عامه خلكو د مرګ ژوبلې مخه و نه نيولې شي پوځي عمليات كومه ګټه نلري.
ورځپاڼې ليكلي، چې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د ځاى پر ځاى كولو اساسي هدف د سولې ټينګښت او د بيارغونې لپاره د زمينې برابرول و، خو د ورځپاڼې په وينا دوى خپل هدف ترلاسه نكړاى شو.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې هم پر عامه خلكو د ناټو بمباري انځور كړي او پكې د خلكو دا پوښتنه ښودل شوې، چې د دوى او د يو ځان وژونكي ترمنځ توپير څه دې.