دکرزي د اسلامي حکومت مذهبي چارواکې دې ځواب ووایي!

د لراوبر اداره | فبروري 22nd, 2010



پرون د یکشنبې په ورځ دامریکې سمندري ځواکونود ۱۷پلې فرقې د دوهم کنډک پوځیانو دامریکایې Carl Subler نومي قس ترمشرۍ لاندې ددغه ځای د نیولودشکرانې په منظور دمارجې سیمې په یوه مسجدکې خپل مذهبې مراسم تر سره  کړل.


U.S. soldiers of the 1st Battalion, 17th Infantry Regiment, 5th Brigade, 2nd Infantry Division, kneel as father Carl Subler, U.S. Cpt. Chaplain from Versailles, Ohio celebrates a mass service in an outpost in the Badula Qulp area, West of Lashkar Gah in Helmand province, southern Afghanistan, Sunday, Feb. 21, 2010.



نه ورځې مخکې چې  په مارجه کې  شاوخوا ۱۵۰۰۰بهرنیو اوکورنیوځواکونوپوځي عملیات  په دې پلمه پیل کړل چې دغه سیمه  د  دولتي حاکمیت  ترولکه لاندې راولي او  په اصطلاح    ورکې دبیارغونې  کارونه پیل کړي .
خوتراوسه چې دعملیاتوله پیل نه  ۹ ورځې تیرې  شوې اودبیارغونې په ځای  له  نوموړې سیمې نه شاوخوا۳۰۰۰ کورنۍ  دهلمند نوروسیموپه تیره دلښکرګاه ښارته په کډه کولومجبورې شوې اوهالته   ترشنه  آسمان لاندې بي سرپناه په  خوراناوړوشرایطوکې وخت  تیروي.
کومې سیمې چې  دطالبانو له ولکې وتلې هالته  بهرني پوځیان  دکورنیو عسکرولپاره  دافغان حکومت  بیرغونه  دروي  اوپه  ځینوځایونوکې  یې  دمذهبي مراسموپه لمانځلوسره خپله  دشکرانې مراتب   په ځای کوي.
چې http://www.daylife.com تصویري  ویب پاڼې  پرون ورځ  دبهرنیوځواکونو  ددغو مذهبي مراسمو رنګین  تصویرونه  په خپلې انټرنیټي صفحې کې  نشرکړل:


U.S. soldiers of the 1st Battalion, 17th Infantry Regiment, 5th Brigade, 2nd Infantry Division, sit as father Carl Subler, U.S. Cpt. Chaplain from Versailles, Ohio celebrates a mass service in an outpost in the Badula Qulp area, West of Lashkar Gah in Helmand province, southern Afghanistan, Sunday, Feb. 21, 2010.



که څه هم   دالومړی ځل نه دی چې  دسولې راوستلو په  پلمه راغلي  بهرني  ځواکونه  په افغانستان کې دخپل پوځي ماموریت خلاف  داډول مذهبي فعالیتونه ترسره کوي  ؛ بلکې تردې له مخه  هم هغوﺉ  په بګرام اوپروان  کې  په افغانانو باندې  فارسي اوپشتو تحریف شوي انجیلونه  ویشلي  چې له امله یې  په ګاونډي ولایت  پنجشیرکې عبدالرحمن نومي شخص له اسلام څخه  نصرانیت ته دارتداد لاره غوره  اوبیادهمدغوبهرنیوځواکونوترحمایې لاندې  دهغوﺉ په ځانګړې  الوتکې کې  دمسیحیانونړیوال مذهبي مرکز واتیکان ته ورسول شو.


A U.S. soldier of the 1st Battalion, 17th Infantry Regiment, 5th Brigade, 2nd Infantry Division, searches for enemy presence as father Carl Subler,  U.S. Cpt. Chaplain from Versailles, Ohio celebrates a mass service in an outpost in the Badula Qulp area, West of Lashkar Gah in Helmand province, southern Afghanistan, Sunday, Feb. 21, 2010.



له هغه  نه سیوا دمحقق نسب اوبیا  پرویزکامبخش  له لوري  دمسلمانانو دعقایدو  اومقدساتوته   مکرر توهینونه اوسپکاوي  ټول هغه څه دې چې  دبهرنیو سوله ساتو!!! ځواکونو په لمسون   اوهڅونه  دکرزي داسلامي حکومت  ترواکمنۍ لاندې   په هغه هیوادکې چې ۹۹٪وګړي یې مسلمانان دي ترسره شول. 
دورکړل شویو دقیقواحصایو له مخې نن سبا په افغانستان کې  تر۳۰۰۰ زیاتې  تنصیري  مؤسسې  دخیرښېګړې دکارونوپه پلمه  په تبشیري فعالیتونو لګیادي؛همدا لامل دی چې  دملګروملتونو دمؤسسې په شمول د  زرګونونورو مرستندویه ټولنو له موجودیت  اودنړیوالې ټولنې له میلیاردونو ډالره مرستو سره سره په افغانستان کې  دبیارغونې  وضعیت په داسې  حال کې قرارلري چې افغانان  دخپلو اولادونوخرڅولو اوله لوږې څخه د وښو خوړلوته مجبوره دي  ؛ خودمذهبي فعالیتونوکچه  بیا دې مرحلې ته رسیدلې چې دارګ  ترڅنګ  دایټالیادسفارت  په انګړکې دجوړې شوې کلیسا زنګونو دولس مشریزې ماڼۍ  په ساحه کې دتاریخي مسجد دتکبیر انګازې  له  خاموشي سره مخ کړې.


U.S. soldiers of the 1st Battalion, 17th Infantry Regiment, 5th Brigade, 2nd Infantry Division, stand as father Carl Subler, U.S. Cpt. Chaplain from Versailles, Ohio celebrates a mass service in an outpost in the Badula Qulp area, West of Lashkar Gah in Helmand province, southern Afghanistan, Sunday, Feb. 21, 2010.



دارګ  پردي پالوچارواکو دارګ  دتاریخي مسجد مذهبي حیثیت  له منځه وړی   اوله هغه څخه یواځې داخترونو په لمانځه کې  دتشریفاتي  مراسمو دترسره کولولپاره  کاراخلي ؛ هغه مراسم چې  داختردلمانځه په لومړي صف کې  دجنرال ایکنبیري په څیرښاغلي تراستاذ سیاف اورباني  هم  لاس په سینه  لوړ  نیولي وي.
 
http://www.daylife.com/photo/0dsEfeUa9wcOX?q=Afghanistan

Copyright Larawbar 2007-2024