د ارواښاد عبدالمجيد بابي ژوندليک او پيغامونه

د لراوبر اداره | فبروري 7th, 2010


عبدالمجيد بابی۲۴-۰۲-۲۰۱۰
د کندهار د امنيتي سرچينو له قوله د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئېس عبدالمجيد بابى د نامعلومو کسانو له خوا په يوه وسله وال بريد کي وژل سوئ دئ .
د پوليسو په وينا،-دغه بريد د کندهار ښار د ۴ مي ناحيې په باميزو کوڅه کي رامنځته سوئ، له کومه ځايه چي نوموړی نن سهار خپل دفتر ته روان وو .
که څه هم وسله وال کسان تر بريد وروسته تښتېدلي خو پوليس وايي د پېښي په اړه يې تحقيقات پېل کړي دي .
ليکوال او شاعر عبدالمجيد بابى د ۲۰۰۱ کال را پدېخوا د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئېس پاتي سوئ وو . د فرهنګي کړيو په وينا نوموړي د يو نوموتي اديب په توګه يواځي کلتوري چاري مخ ته بېولې او کوم سياسي تړاو يې نه درلودئ .طالب وياندقاري يوسف د پيښي پړه پر خپله غاړه اخيستې ده .




د ارواښاد عبدالمجيد بابي لنډه سوانح

ارواښاد عبدالمجيد بابى د مرحوم حاجي غلام حيدر بابي زوى او د مرحوم عبدالله خان بابى لمسى وو. نوموړى په ١٣٣٣ ش کال د کندهار ښار د باميزو کوڅې د بابيانو په منوره او روشنفکره کورنۍ کي وزېږېد.
لومړنۍ زده کړي يې په مشرقي ښوونځي کي، منځنۍ زده کړه يې په تجربوي ښوونځي او د دوولسم ټولګي فراغت ليک يې د احمدشاه بابا د عالي لېسې څخه تر لاسه کړ. د دوولسم صنف تر فراغت وروسته د وخت د حکومت له خوا وکړول سو. خو زغم يې د لاسه ور نه کړ او وروسته يې د کندهار په عالي دارالمعلمين کي د اجتماعياتو څانګه په بري سره سر ته ورسوله، د څوارلسم ټولګي تر فراغت وروسته په زرغونه تجربوي ښوونځي کي ښوونکى او بيا د زرغونې تجربوي ښوونځي د آمر په صفت وټاکل سو.
د نوي ادارې په رامنځته کېدو سره د کندهار ولايت د مسئولينو له خوا د اطلاعاتو او کلتور رياست ته ونومول سو، څو د ژوند تر وروستۍ لحظې پوري پر نوموړې دنده په پوره ايمانداري او واقعي صداقت پاته او د کندهار د کلتور او فرهنګ ساتني لپاره يې هر اړخيزه خدمت وکړ.
ارواښاد عبدالمجيد بابى د زده کړي له هماغه پيله د ادبي او فرهنګي موضوعاتو سره ځانګړې علاقه لرله، د نوموړي علاقې له مخي يې په شعر ويلو پيل کړى او وروسته وروسته يې څېړنو او تحقيق ته مخه وکړه او په نوموړو دواړوبرخو کي يې د ځانګړو چاپي آثارو تر څنګ په لسګونو بېلابېلي علمي او څېړنيزي مقالې او شعري پارچې خپرې سوي دي.
د چاپي کتابونو څخه يې لاندي آثار د نمونې په ډول يادوو:
1. پښتنه اوښکه (شعري مجموعه)
2. ستايني او وېرني (څېړنيز او شعري اثر)
3. جغرافيايي سيند (د جغرافيايي اصطلاحاتو يو بشپړ قاموس) (تر چاپ لاندي)
د ارواښاد بابي وروستى کتاب هغه اثر دئ چي د عمر زياته برخه يې ورته وقف کړې او په خورا تکليف او خوارۍ سره يې ليکلى او ترتيب کړى وو، خو د هغه ارواښاد سره د نابودي دنيا ژوند ياري ونه کړي څو وکولاى سي د خپل ژوند دغه ثمره پخپلو سترګو په چاپي بڼه وويني.
د پورته آثارو تر څنګ د ارواښاد بابي څخه د اتو ټوکو په شاوخوا کي نور ناچاپه آثار هم پاته دي، چي دا مهال د هغه د کورنۍ سره خوندي دي.
ارواښاد عبدالمجيد بابى د درانه شخصيت څښتن وو، د دوستانو او ملګرو سره يې په ورين تندي راشه درشه کول، د ډېر نرم او پاسته طبيعت په لرلو سره به يې همېشه دوستان خوږې خاطرې ياد ولري، نوموړى د وطن او خلکو په درد دردېدلى وو، همېشه به د وطن په غم غمګين او د جوړ په فکر وو. د غريبانو په حال يې ځان خبراوه او تر خپله وسه يې مرسته ورسره کول. تېر کال د بيت الله شريف په ليدلو مفتخر او د حج فريضه يې ادا کړه.
بايد يادونه وکړم، چي د ارواښاد عبدالمجيد بابي څخه دوه زامن او دوې لوڼي پاته دي.
په درنښت
مطيع الله روهيال




افغان فرهنګپال مجيد بابی يې شهيد کړ
د هر انسان وژنه دردونکې او غميزه ده ، خو د هغو انسانانو وژل چي اولس ته د رڼا په خپرولو او کلتوري ودي په پراخولو او غوړولو بوخت وي ، ستر ناورين دی. . له بده مرغه نن بيا زموږ اولس د غم پر کمبله کښينول سو او زموږ د کلتوري هڅو د يوه هڅاند مخور دزړه خوځښت يې ودراوه.
انا الله انا اليه راجعون
سلام فرهنګي ټولنه ، د لمر څرک مهالنی خپرونه او د باوري صنعتي مطبعې اړوندان د خپل اولس سره په دې ستر غم کي شريک دي . موږ ټوله د لوی خدای ( ج ) په حضور کي د دعا لاسونه پورته کوو چي شهيد مجيد بابي ته فردوس جنت ور په برخه کړي ، کورنی ، دوستانو او د هيواد د کلتوري کړيو ټولو غړو ته د جميل صبر غوښتنه کوو.
امين يا رب العالمين

د باوري صنعتي مطبعې مشر
الحاج محمد جان باوري
د لمرڅرک مهالنی خپروني مسول مدير
حاجي امين باوري
او، د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال محمد رسول باوري





تعزيت
د پوهنتون څخه د ښوونځي د وختونو په څېر په تفريح راوتښتېدم، خو تقريباً درې ساعته پرله پسې د اساينمينټ په ليکلو اخته وم، د ماځيګر د لمانځه په نيت راپاڅېدم، خو نه پوهېږم چي څنګه مي د جهاني صاحب دغه لاندي بيت چي استاد رحماني په خپل خواږه ږغ کي ويلئ، ناڅاپه پر زړه راغئ او له ځان سره مي په لوړ ږغ زمزمه کړ:
آسمانه بيا لکه چي نوي افسانې جوړوې
چي سر پر سر مي پرهرونه پر سينې جوړوې
تلېفون مي ته مي پام سو، د حکمت سروش مسيج راغلى وو Abdul Majib Babai gunned down، حيران سوم چي ارواښاد بابي صاحب ته دوعا او که يې قاتلينو ته ښيرا وکړم؟
په نور حال د خبرېدو دپاره مي انټرنيټ ته مخ کړ، د دې بدمرغي پېښي په هکله د ګران ملګري عبدالجبار فراز ايمېل هم راغلى وو .
انالله و انا اليه راجعون

د ارواښاد عبدالمجيد بابي شهادت که د هغه قاتلين هر رقم توجيه کوي، خو زه يې پر افغاني فرهنګ د دښمنانو ګوزار او پښتو شعر او ادب ته يوه لويه ضايع ګڼم.
د ارواښاد مشرانو وروڼو هر يوه محمدانور خان بابي، لطيف جان بابي، استاد عبدالرحمان خان بابي او د کورنۍ ټولو غړيو ته د جميل صبر غوښتنه کوم او مرحوم عبدالمجيد بابي ته د خداى (ج) له درباره د فردوس جنت غواړم.
م. عمر واحديار
ميسور، هندوستان




د نوري کلتوري ټولني پيغام:
په خواشنیۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د پښتو ادب یوه نوم وتې څېره او د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست رييس ښاغلي عبدالمجید بابی نن سهار د کور څخه دفتر ته پر لاري د وطن د دښمنانو له خوا په شهادت ورسېد.
د نوري کلتوري مرکز رهبري هییت او ټوله غړي ددغه تروریستي عمل په کلکه غندي او کورنۍ ته یې د لوی خدای له دربار څخه د صبر جمل غوښتنه کوي.

په درنښت
د نوري کلتوري مرکز رهبري هییت
کابل، افغانستان
========================================================

شهيد بابي دزړه سواندۍ يوه خاطره
نائب افغان
درنواوقدرمنولوستونکوتاسوبه خبرياست چي زموږدګران هيوادافغانستان اودګران کندهاريوفرهنګ پال ،زړه سواند اودافغانستان اوکندهاردکلتوراودودنوپالوونکى ارواښادشهيد حاجي عبدالمجيد بابى دهيواد دښمنوعناصرو له خواپه شهادت ورسيد ،زه به تاسوته دشهيدبابي يوه دزړه سواندۍ په سترګوليدلى صحنه بيان کړم ترڅودهغه شهيد دمهرباني اوزړه سواندي څخه خبرداره سي.

يوه ورځ چي کله زه رياست ته راغلم نوومي ليدل چي شهيدبابى دخپلونوروکارکوونکوسره دفترومخته په زينوکي ولاړدي زه هم دنوروکارکوونکوپه شان دده سره ودرم په دې وخت درياست يوه کارکوونکي شهيدبابي صاحب ته دده دموټرچلوونکي څخه شکايت وکړنوارواښادهم دخپلي شعبي په لوري دحرکت په حال کي وويل تاسي دى زماشعبي ته راولۍ ئ، درياست کارکوونکوهم داکاروکړاوهغه يې دده شعبي ته وروستۍ ده نوروکارکوونکوته يې په ټوکو وويل چي تاسي يې پښې ورپورته کړۍ چي بياداکارتکرارنه کړي په دي وخت کي يې د موټرچلوونکي له سترګو اوښکي راتوي سوي اوپه ژړايې پيل وکړ شهيدبابي صاحب چي ورته وکتل چي هغه ژاړي نودى هم په ژړاسو اوهغه يې ټينګ په غيږکي په مينه ونيوي اوويي ويل چي ماټوکي کولې ته په رشتياسوې اوپه مينه يې درخصت کړ اوپه ډيرخفګان سره په خپل ځاى کښنستۍ.
په درنښت
نائب افغان دکندهارولايت څخه



د ارواښاد عبدالمجيد بابي انځوريز البم
د ارواښاد عبدالمجيد بابي انځوريز البم – عکسونه : خليل الله سروري – کندهار

دشهیدبابي په ماتم کي

زه دارواښادشهیدحاجي عبدالمجید بابي دشهادت پرمهال په یوه سفرتللی وم اوددغه لوی غم په باب مي له خپلوقلموالووروڼو اوددغه ارواښادله کورنۍ سره دغمشریکۍ موقع لکه څرنگه چي لازمه وه، ونه موندله . داچي دوطن ،فرهنگ اوژبي ددغه واقعي خدمتگار شهادت څونه ځورولی یم،زماقلم یې دبیان قابلیت نه لري .

شهیدبابیه !
ستاپه مرگ دهررښتیني افغان تر زړه ویني څاڅي . تادوطن ټولي بدي ورځي پخپل کوراوخپل ټاټوبي کي تیري کړلې . تادخپل فرهنگ اوادب خدمت ته په ډېروناوړوشرایطوکي لیڅي راغښتي ول . تاد وطن اوژبي دعلمبردارانوتوغ په اوراومرگ کي اوچت ساتلی وو. تاد تاریخي کندهار د علم اوادب شمله دپخواپه شان جگه ساتلې وه . ستاوژنه دهیوادله فرهنگ ، ادب، ژبي اوتاریخ سره دښمني ده .

دشهیدبابي قاتله !
دغه گولۍ چي تاددغه مظلوم انسان پرسینه خالي کړې ده، په پاداش کي دي دخوراډېروهیوادپالو کرکه گټلی ده. واقعي گټه دي نه ده کړې .

تاته که ددغه هیوادپال په مرگ باندي دچاوچاله خواآفرین وویل سو،دازړه ته واچوه چي له دې آفرین سره نفرین هم مل دئ نوگویابیادي هم گټه نه کړې .

نوسترگي خلاصي که !
که دي داخیال وي چي په دې رازاعمالوبه دي ملت پرسینه باندي د قهرمانۍ مډال دروټومبي، خوزړه ته یې مه اچوه .دورورقتل بهادري نه ده ، نېکنامي نه ده،دآخرت توښه نه ده، ددنیا سرلوړي نه ده بلکي بې همتي ده، جفاده، نامردي ده .

مه کوه !دقلم له دښمنۍ څخه لاس واخله ځکه له قلم سره دښمني له وطن سره دښمني ده.

الهي !
دقلم څښتنان په خپل حفظ کي وساتې . دوی بې له تاڅخه پربل چاتکیه نلري .

لویه خدایه !
دقلم دښمنانوته هدایت ورکړې چي دښواوبدوتمیزاود دوست ودښمن تشخیص وکړای سي .

لوی څښتنه !
دشهیدبابي روح ته په علیین مقام کي ځای ورکړه .

م . هوتک
اوکویل ــ کاناډا
۲۸ فبروري ۲۰۱۰ع


دافغان ساینس پوهانودخواشينۍ  پیغام!
نیټه :- دمارچ میاشتې  پینځم : ۲۰۱۰ زکال
ځای : – دجرمني هیواد
په ډير ه خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ګران اسد دانش ساپي صاحب زلمی زوى ، خدای بښلی حسيب الله دورپېښې شوی ناروغۍ له امله دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې په حق ورسيد.
(انالله وانا اليه راجعون)
 لوى څښتن (ج) په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايلي دي، کل نفس ذايقۀ الموت . مانا یې داده  چې هر نفس د مرګ څکونکئ دى. تاسو ته له همدغه واحد الله څخه د زړه صبر او زغم غواړم چې رب العالمین دی  .
 په داسې حال کې چې زه دیوه ساینس پوه په صفت دتاسوسره زمادکتاب په چاپ کولوکې اشناشوم اودستاسومینه دپښتوژبې اوفرهنګ سره راته مالومه شوه نو په همغه کچه ډیرځوریږم .   په دې درانه او نه جبرانيدونکي غم کې ځان  دستاسومحترمې کورنۍ سره شريک بولم .
په جرمني کې دافغان ساينس پوهانوټولنې په استازیتوب ، ارواښادخدای بښلي  حسيب جان ته جنت فردوس او  تاسوملي اوفرهنګی شخصیت ته له لوى الله ج څخه جميل صبر غواړم.
په درناوي
پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ
په جرمني کې دافغان ساینس پوهانوټولنې مشر

Copyright Larawbar 2007-2024