ورځپاڼو ته کتنه
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرليك د مارجې د عملياتو په اړه د يوى روسي ورځپاڼې نظر راخستې او ليكلي، چې دا عمليات په افغانستان كې د امريكا اوږد مهاله حضور ته د توجيه وركولو لپاره كيږي.
ورځپاڼې ليكلي، چې پنځلس زره كسيزه وسلوال ځواك په هغې سيمې حمله كړې، چې ټول نفوس يى پنځوس زره كسه دې او امريكايي چارواكي، چې په مارجه كې د كومو ګواښونو ادعا كړې هغه د كندهار په پرتله ډير كم دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په اسلام اباد كې د افغانستان، پاكستان او امريكا د كورنيو چارو د وزيرانو په درې اړخيزې غونډې بحث كړې او پدې ترڅ كې په افغانستان كې د امن په ټينګښت كې د پاكستان رول څيړلې دې.
سرنوشت:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د مارجې په خلكو د روانو پوځي عملياتو اغيزې څيړلي او په سيمه كې د يو افغان خبريال په حواله يى ليكلي، چې كه جګړه پاى ته هم ورسيږي په مارجه كې پاتې ټول خلك به په رواني ناروغيو اخته وي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د طالبانو جنګي امكاناتو ته كتنه كړې او ليكلي، چې دوى د افغان او بهرنيو ځواكونو پر ضد د روانې جګړې لپاره په شمال كې له پخوانيو جګړه مارانو څخه وسلې او مهمات رانيسي.
په ورځپاڼه كې د انتخاباتو په قانون كې د راوستل شويو تعديلاتو په اړه د ځينو بهرنيو كړيو انديښې هم راخستل شوي او ليكل شوي، چې په نوي قانون كې افغان ولسمشر ته په انتخاباتي ادارو كې د زياتې لاس وهنې واك وركړل شوې.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو په قانون كې راوستل شويو تعديلاتو ته په اشارې، چې له مخې يى د انتخاباتي شكايتونو د كمسيون ټول پنځه غړي د افغان ولسمشر لخوا ټاكل كيږي ليكلي، چې ولسمشر له دغه كمسيون څخه خپل غچ واخست.
ورځپاڼې ليكلي، چې اوس به د ملي شورا په راتلونكو انتخاباتو كې اكثره هغه كسان ملي شورا ته لار ومومي، چې ولسمشر يى غواړي.
ورځپاڼې د همدې موضوع په اړه د ډاكټر عبداله نظر هم راخستې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې راوستل شوي تعديلات ګستاخانه او بې شرمانه دي.
ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې بيا هم په پاكستان كې د ملابرادر په نيولو تبصره كړې او هغه يى يوه پيچلې معما بللې ده.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د عدليى د وزير په حواله پخپل لومړي مخ كې په غټو ټكو سره ليكلي، چې په هيواد كې د شفافو او عادلانه انتخاباتو لپاره د انتخاباتو په قانون كې بدلون ضروري وو.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو په قانون كې له راوستل شويو تعديلاتو سره د بهرنيانو مخالف ته په اشارې ليكلي، چې دوى هم په افغانستان كې د سالمو او بې جنجاله انتخاباتو په لټه كې ندي.
دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې په پاكستان دا انتقاد كړې، چې له افغانستان سره د سولې په ټينګښت كې همكاري نه كوي.
ورځپاڼې په دوام كې د ملابرادر نيولو ته په اشارې ليكلي، چې ددغه هيواد استخباراتي اداره غواړي، چې له دې لارې د سولې د خبرو هڅې زيانمنې كړي.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې له دولت سره د يو پخلا شوي قومندان په كور د وسلوالو طالبانو حملې ته په اشارې ليكلي، چې د سولې د بهير لپاره د پخلا شويو مخالفينو خوندي كول خورا ضروري دي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، كه چيرې وسلوال پوه شي، چې د سولې له بهير سره له يو ځاى كيدو وروسته دوى خوندي دي، نو يقينا زيات شمير وسلوال به د وسلو ايښودلو ته راضي شي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې د ځينو هغو كسانو هڅې انځور كړي، چې د څوكۍ او د مقام د ترلاسه كولو لپاره يى كوي.