د مارجې زخمیان د ناټو ظلمونه بیانوي

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 24th, 2010


د اسوشیټیډ پریس خبریاله ( کیتی ګینن ) د لښکرګاه څخه راپور ورکوی چی امریکایانو په مارجه کی ولسی خلک ډیر په عذاب کړي دي . د یو هلک ( محمد ) کور بمباري سو او دواړی پښې یې څو ځایه ماتي او د بم ټوټو سورۍ سورۍ کړي دي ، دﺉ د خاورو په ګاډۍ کی روغتون ته انتقال سو . راپور وایی چی په روغتون کی څلویښت زخمیان بستر دي چی ټوله د ناټو د پوځیانو د مرمیو او بمونو قربانیان دي خو بهرني او افغانی پوځیان دا خبره نه خوښوی چی د دوی نوم دغسی یاد سی او وایی چی باید پر طالبانو بد وویل سی .
یو بل زخمی ( موسی جان ) ورته وویل چی « د طالبانو او ملکی خلکو تر منځ توپیر نه کیږی او طالبان اطرافي خلک دي . هغوی زموږ خپل خلک دي . زموږ د ګاونډي کور یې بمباري کړ او د کوچنیانو په شمول یې پنځه کسان ووژل . » درو نورو زخمیانو ورته وویل چی موږ بهرنیو پوځیانو وویشتلو خو نه پوهیږو چی د کومو هېوادو وو . » سید لعل ورته وویل چی « زه خپل کور ته روان وم چی بهرنیو پوځیانو وویشتم . » د لعل پر دواړو پښو سپین پټو هوار و . یو بل ۲۲ کلن اسدالله ورته وویل چی « زه پر خپل موټر سایکل سپور وم چی امریکایانو وویشتم خو نه پوهیږم چی ولی یې دا کار وکړ او زه خبر هم نه وم چی هغوی دلته رارسېدلي دي . » د ده بازو په مرمیو سوری سوری و . یو بل ۱۲ کلن هلک ( عبدالحمید ) ورته وویل چی « زه د خپل کور مخ ته وم چی بهرنیو پوځیانو راځغستل او کریږی یې وهلې . ما وغوښته چی کور ته ننوزم خو هغوی په ورانه کی وویشتم او بله مرمۍ می په نس کی ولګېده . څو نور کسان پټ سول خو طیارې راغلې او بمونه یې واچول . هغوی ویل چی دلته یو طالب و ، مګر موږ خبر یو چی هغه ملکی سړی و . » یو بل زخمی ( سلطان محمد ) ورته وویل چی « د بهرنیو پوځیانو تر راتګ مخکی ډیرﺉ طالبان وتلي وو . موږ د طالبانو سره هیڅ مشکل نه لرو . هغوی سیمی ته امنیت راوړی و . حکومت خو موږ ته هیڅ هم نه دي کړي . »
د دې راپور څخه ښکاری چی د مارجې خلک د طالبانو څخه خوشاله وو ، او د ناټو څخه کرکه لری .


Copyright Larawbar 2007-2024