امریکایانو په مارجه کی « حکومت » نصب کړ

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 25th, 2010


اسوشیټیډ پریس په خپل تازه راپور کی وایی چی ناټو د امریکایی پوځ په مشرۍ په مارجه کی محلی حکومت نصب کړ او لکه جنرال مک کریسټل چی ویلی وو « دلته به په قطۍ کی افغان حکومت راوړو او مستقر به یې کړو » هماغسی یې هم وکړه . هغوی په جرمنی کی یو استوګن افغان ( عبدالظاهر آرین ) چی د موسی کلا د ولسوالۍ اوسېدونکی دی ، د حکومتی مسؤل په حیث راوست او کښېناوه . خو دا چی هغه د بهرنیو سره څه ارتباط لری او ولی د جرمنی څخه راوستل سو ، یوه معما ده .
امریکایان وایی چی ۷۵٪ مارجه مو نیولې ده او متباقی ۲۵٪ د طالبانو تر کنټرول لاندی ده . امریکایی قوماندان ( جوشوا وینفري ) وویل چی طالبان به بیا مارجه راڅخه و نه نیسی . مهمه لا دا چی د ناټو مشراعلان وکړ چی « کله سیمه آزاده او پاکه سی ، نو موږ به هم ډیر ژر هلته حکومت ورته جوړ کړو ، ترقی به وروړو ، او ځایی خلکو ته به ښه ژوند عطا کړو . په هلمند ولایت کی روان عملیات به د نورو عملیاتو لپاره نمونه او سرمشق وی . »
خو مبصرین او څیړونکي تعجب کوی چی ناټو د لس زره کیلو متره لیری څخه راځی او د افغانستان یوه کوچنۍ سیمه پخپله د افغانانو څخه آزادوی !

Copyright Larawbar 2007-2024