یو امریکایی عسکر په کندهار کی ووژل سو

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 25th, 2010


د امریکا د دفاع وزارت وویل چی د دوی یو پوځی څلور ورځی مخکی په کندهار کی طالبانو وژلی و مګر خبر یې نن خپور سو . پنتاګون نور تفصیل ور نه کړ چی هغه چیری او څنګه وژل سوﺉ و . خو طالبانو ویلی چی هغه د سنځری د زخمیانو څخه و چی پر پیاده عسکرو ریموټ کنټرول بم چاودول سوی و او په دوو هلیکوپترونو کی انتقال سوي وو . په دې سره د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۰۰۷ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024