کور / طنز / دا به استعفاه ورکم

دا به استعفاه ورکم

د تلویزیون د خبرونو په لیدو مې سمدلاسه خپل دوست ته په خوشالۍ تلیفون وکړ
– مبارک ! مبارک!
– څه خبره ده ؟
– اخیر یو واکمن په خپله خوښه استعفاه وکړه.
-چيری؟!
دلته ان وزیران د یو مامور په یوه کوشنۍ غلطي استعفاه ورکوي همدا ددوی دپرمختګ یوه وجه ده.
– په افغانستان کې یادوم
– رښتیا وايي؟
– هو رښتیا وایم زیری مې درباندې
– رښتیا هم په زیري ارزي، له دې مالومیږي هلته هم دایو پوه له خپل اهلیت څخه په کښته څوکۍ کار کوي
– بلکل همداسې ده.
ته رښتیا وایي هر څوک چې له خپل اهلیته په کښته څوکۍ کې کار کوي د فساد په لیدو هرومرو استعفاه ورکوي او خپل ژوند لیک نه خرابوي.
د افغانستان په تاریخ کې تر اوسه داسې یو واک لرونکي په خپله خوښه استعفاه نه ده ورکړې. کنه هیواد به مو تر وخته آبادوای زموږ د ناا هلو واک لرونکو داشعار دی :یا مرګ یا څوکۍ
-له دی استعفاه کولو څخه مالومیږي چې بېله هغه نور ټولو کم اهلو ته لوړی څوکۍ ورکړ شوي دي که ددې څوکیو لیري شول بیا داسې څوکۍ په خوب کې لا نشوای لیدلی، هر یو خپل واک ساتي او حملې او توبرې ته منتظر دي. ان یو وزیر دحاجیانو د قرباني پیسې ژوندی تیري کړې او په سا یې ونه وهلې هلته څوک سواره نه پریږدي پیاده خولا پریږده!
-ولي هلته پوښتنه نشته؟
– پوښتونکي د ځواب ورکونکی بد تر دی
– رښتیاته پوهیږی هغه څه ویل؟
-یا
«هغه ویل: ما تر ستاسو ټولو ډیر کفنونه څیري کړي، تا سو خلک غولوئ، په حلوا حلوا د خلکو خولې نه خوږیږي،داستا سو کارونه په ښورماغه کې زړې کرل دی ، ژبې مې وېښتان وکړه چې وایم د فساد مخه ونیسئ، څوک يي نه اوري.
نوربس، زما زړه په ولس ټکی ټکی شوی دی مګر ټول کاڼه دی هیڅ څوک څه نه اورې زه خپله غاړه باسم او استعفاه ورکوم چې په دې ګناه کې شریک نشم»
– ښه داسې يي وویل؟
نشه خو نه وو؟
-یا، هغه د اسې سړی نه دی
– له خولې یې ځار شم، چې رښتیا وايي، چې لس نفره داسې پيدا شي هیواد به ګل اوګلزار شي
په دی هیواد کی څوکۍ ته نفر نه پيدا کیږي چوبخطي نفرو ته څوکۍ پيدا کیږي
-ښه ټولو نورو دوستانو ته ددې لوی افتخار مبارکي ورکړه او ورته ووایه ، اوس که خیر وو هیواد آبادیږي .
په سبا مې بیا د تلویزویون خبرونه ته غوږ کیښود چې د دنیا او دولت غبرګون به څه وي
ومې لیدل هغه سرغنه سهار تر ټولو مخکې دوتر ته راغی
ددوتر پياده په اریاني ترې وپوښتل :
سلام، تاسو
هغه سرغن ورته ویل:
ومې نه پيژندې تاسو څوک یاست
هغه ورته ویل :
زه سنګري ستا د دوتر پیاده یم
هغه ورته وویل: ښه ښه ما چې ویل بل څوک يي ،هو، رښتیا زما د نن سهار چای نه دی په یاد ته کور ته تلیفون وکړه چې ما څښلي دي که یا
یو یو کارمند د هغه دوتر ته راتی د هغه په لیدو به وارختا شو د هغه لاسونه به يي مچ کړل او ورته يې ویل :
ښه شو چې نن راغلاست
هغه له یوه وپوښتل:
ولي نن رخصتي ده؟
یو کارمند ورته وویل :یا تاسو پرون په دولت کې د فساد دنه ورکیدو لامله نیوکه وکړه او د اعتراض په ډول مواستعفاه ورکړه
هغه جرتک ونیوی او ویل يي:
زه خو لیونی نه یم استفعاه ورکم هغوی دی استعفاه ورکړی
له ځانه سره مي وویل : ښه پرون لیونی شوی وو