کور / نثر / روهيلۍ

روهيلۍ

زه د سمندر په غاړه ناسته وم اوستا انځور مې جوړولو.يو له وفا او د سپيڅلتوب تصوير.ستا په سترګو کې مې د مهر بحر ونڅولو.له اننګو څخه دې صداقت ځليدو او څيره دې پاک نور روښانه کړې وه . د مينې په وږمو کې مې رنګونه ونغښتل او ستا په انځور مې وشيندل.ستا د تصوير په پاکۍ او ښايست کې مې ځان هير کړی و، يواځې زه وم او ستا انځور مې د زړه ارام و….
ناببره يو توند باد په الوتو شو،د سمندر څپې يې مستې کړې او زما په لوريې رارهي کړې.د څپو په ليدو پوه شوم چې کوم څه ورانول غواړي.زه ستا پر انځور پريوتم په دا ډول مې غوښتل ستا انځور له ورانولو نه وژغورم.څپې د باد سره مل په ما راچاپيره شوې.باد مې په غوږ کې ورو راته وويل: ((مينه ،وفا او صداقت د ابد په خوب بيده دي.او هر هغه څوګ چې ﻻ هم باور پرې کوي ستا په څېر به هر څه د ﻻسه ورکوي او يو مات زړه به يې ټوله هستي وي.))
زه پاڅيدم ،ستا انځور ته ښه ځير شوم.ستا انځور وران شوی و او پر ځای يې هلته يو مات زړه انځور شوی و….