کور / خبرتیا او پيغامونه / دپوهنمل حاجی محمد نوزادی دتسليت پيغام

دپوهنمل حاجی محمد نوزادی دتسليت پيغام

د فلک څاپيړو مخ د باغوان شين کړ
بی خزانه رژوی چی ګلان ژر ژر



په ډير غم او خواشينی سره خبرشوم چی په انګلستان کی دافغانانو دټولنې مرستيال ، دافغانستان دپخوانې وسله والو قواوويوزړه ور افسر او يو پروطن مين فرهنګپال محمد سليم تائب دجنوری دمياشتی په ٢٦ نيټه په لندن کی ددی فانی نړۍ څخه دورپيښې ناروغۍ لامله دتل دپاره سترګې پټې او په ابدی خوب ويده شو :



انالله وانا اليه راجعون



زه پداسی حال کی چی دخدای بخښلې تائب بی وخته مړينه دهيواد نه بهرپه افغانی فرهنګی اوسياسی بهيرکښی يوه جبران نه منونکی ضايعه ګڼم ، خپل ځان دده دکورنۍ سره پدی زړه بوګنوونکې غم کی شيريک بولم . ده ته دلوی څښتن نه فردوس جنت اوپاته خپلوانو ، ملګرو او مينه والو ته ئی دجميل صبر غوښتنه کوم .



– روح دی ښاده وی !