کور / رسنۍ / له کندوزه خپرېدونکې ( سنځله ) مجله

له کندوزه خپرېدونکې ( سنځله ) مجله

 


د امتياز خاوند كندوز مېشتي فرهنګپال مسوول مدير احمد الله ارچيوال مرستيال عبدالظاهر شكېب كتونكې ډله اسد الله غضنفر، ګل رحيم نيازمند، غوث الدين فروتن، ډاكتر محمد يونس (بارګامى)، خان ولي (سالارزى)، ګلالۍ رحيم كلنۍ ګډون بيه افغانستان كې: 200 افغانۍ پاكستان كې: 250 كلدارې په نورو هېوادو كې: 50 امريكايي ډالره د يوې ګڼې بيه افغانستان كې: 25 افغانۍ پاكستان كې: 30 كلدارې سنځله ستاسو خپرونه ده، ستاسې ليكنې، نيوكې او وړانديزونه په ورين تندي مني. سنځله ملي يو والي ته په درنښت ګوري، هغه ليكنې، چې ملي يو والي ته زيان رسوي، نه خپروي


دسنځلې په اړه


د ولس ستونزې او مشكلات د چارواكيو غوږونو ته او د چارواكيو كړنې بيا ولس ته رسوي. ددغه كار موخه اصلاً ولس ته چارواكي ورپېژندل دي كه په راتلونكي كې چارواكي ځان د واك ګدۍ ته كانديدوي كه چېرته دوى د ولس د قضاوت په تله پوره وتلي؛ نو دوى ورته بيا رايه وركوي او يو ځل بيا وړ خلك د واك ګدۍ ته لار پيدا كوي او كه دوى د ولس ستونزو ته جواب نه وي ويلى؛ نو ولس ورته بيا رايه نه وركوي او پر ځاى يې نورو ته د حكومت كولو چانس پيدا كوي. له بل اړخه ازاد مطبوعات د ديموكراسۍ د ټينګښت او دوام لپاره اړين دي، چېرته چې ديموكراسي وي هلته به ژورنالېزم ازاد وي او كه ازاد ژورنالېزم نه وي؛ نو هلته بيا د ديموكراسۍ تصور ځان ته دهوكه وركول دي. په هېواد كې د انتقالي، موْقتې او منځنۍ ادارې له رامنځته كېدو سره د ازادو مطبوعاتو خبرې هم ګرمې شوي دي او اوس داسې برېښي، چې نور نو د سانسور چاړه د مطبوعاتو له سر نه په لرې كېدو ده. د هېواد په بېلابېلو ولاياتو كې شاوخوا 80 پښتو ازادې خپرونې له چاپه راووځي؛ خو ددغو خپرونو تراكم په ختيځو، سويلي او سويل ختيځو ولاياتو كې د نورو ولاياتو په پرتله زيات دى. په شمالي ولايتونو او په تېره بيا په كندوز ولايت كې هېڅ داسې ازاده خپرونه نشته، چې د كندوز د ولس ستونزې پكې په رښتيا او بې پرې ډول منعكس شي؛ نو ځكه كندوز مېشته فرهنګيانو د سنځلې د پيلېدا پرېكړه وكړه. د سنځلې له پيلېدا څخه دويمه موخه د كندوز ځوانانو ته فرهنګي، كولتوري او روزنيزو كړنو ته د ودې وركولو او په ځانګړي ډول د كندوز مېشته فرهنګيانو لپاره پلاټ فورم برابرول دي. د هېواد له فرهنګيانو، ليكوالو او كارپوهانو نه غوښتنه كوو، چې د سنځلې په غوړېدا كې خپلو مادي او معنوي مرستو ته ملا وتړي. په درنښت