کور / ترخې خبري / آيا په بهر كې هم د ۳۳ كسانو وژونكي بښل كېږي؟

آيا په بهر كې هم د ۳۳ كسانو وژونكي بښل كېږي؟

افغانان د يوه ملي پاڅون په انتظار دي

  نور له صبر او حوصلې څخه خبره تېره شوې ده، نور هغه وخت دى چې حوصله او صبر هم ګناه لري. زموږ لپاره د داسې جګړو تابياوې نيول كېږي چې هېڅ عقل يې نه مني، ځكه چې د مارجې لپاره ۱۵۰۰۰ بهرني سرتېري اماده كېږي، په داسې حال كې چې په مارجه كې به ټول ۲۰۰ كسه طالبان نه وي موجود. د جګړو له امله زموږ بې ګناه افغانان په داسې حال كې وژل كېږي چې هېڅ له مخالفينو سره اړيكې نه لري. خو بايد په دې پوه شو چې دا جګړې د افغانانو د كمزوري كولو او وژلو لپاره دي، نه د طالب په ضد او وركولو لپاره. كه چېرې د عقل خاوندان فكر وكړي هغوى په پوره ډول پوهېداى شي چې دا جګړې د څه لپاره دي؟

په مارجه كې يوه مېرمن په داسې حال كې وژل كېږي، چې د خپل شهيد مېړه د مړي د پورته كولو لپاره يې منډه اخيستې، د خپل هغه مېړه چې تر اوسه پورې يې يوازې شپږ مياشتې ژوند ورسره كړى، نوموړې په دې خاطر وژل كېږي چې ولې د داسې يو چا د مړي پورته كولو ته ورځي، چې د دوى له خوا څخه وژل شوى ځكه چې دوى خو خپلې جګړې ته په حقه جګړه وايي، خو دې جګړې ته هېڅ كله هم په حقه جګړه نه شو ويلاى، نه طالب زموږ خپل دى، نه امريكا، ناټو او نه هم د كرزي منحوسه اداره، كه چېرې د كرزي اداره وايي چې د خپل ملك لپاره كار كوي، نو بهرنيان چې ۳۳ كسه په يو ځل له كومې پوښتنې او معلوماتو پرته وژني.

آيا دا اداره نه شي كولاى چې په نړيواله كچه يې پوښتنه وكړي؟

آيا دا اداره نه شي كولاى چې د افغانانو لپاره هم بشري حقونه پلي كړي؟

آيا په بهر كې هم د ۳۳ كسانو وژونكي بښل كېږي؟

آيا په امريكا كې هم بشري حقونه په همدې ډول دي؟

آيا په لويديز كې هم انسان ته په دومره سپكه سترګه كتل كېږي؟

آيا په نن ورځ په نړۍ كې د يوه انسان بيه ۱۵۰۰ ډالره ټاكل شوې؟

افغان ولسه د خداى لپاره نور ويښ شئ، داسې يوه لاره ولټوى چې نور له هرې خوا څخه نه وژل كېږو او نور مو واړه ماشومان نه بې ميندو او پلرونو كېږي. ناټو، امريكا، برتانيې، فرانسې، طالب او دوه دېرشو نورو هېوادو ټولو زموږ په مرګ پسې را اخيستې، ټولو د افغان وژنې لپاره د پردې تر شا خبرې كړې دي. خو زموږ چوپتيا به ترڅو پورې وي؟ كه مو پر بل چا زړه نه سوزي د مارجې په يتيمه ناديه زړه وسوزوئ، هغه له خپلې ماشومې لور، ماشومې خور او يا هم د كور له كوم بل غړي سره پرتله كړئ، د يوې دقيقې لپاره خپلې لور ته د ناديې له څېرې څخه وګورئ او فكر وكړئ چې كه ستاسې ماشومې ته د خپلې كورنۍ دوولس مړي اېښي وي، د هغې ژوند به څه ډول وي؟ په همدې ډول دا فكر هم وكړئ چې آيا د ناديې د كور ټول دوولس غړي به د برتانويانو په وينا ترهګر وي، خو نه! هېڅ كله هم نه!، ټول افغانان ترهګر نه دي او نه هم ټول د بل ډول ته ګډېږي. ترهګر څه مانا؟ هغه وخت كې چې د بهرنيو اشغالګرو ځواكونه راغلل دلته خو هېڅ طالب نه و، اوس دومره ډېر له كومه شول، اوس ولې ورځ په ورځ ډېرېږي، آيا دا د خلكو كينې او حسدونه نه دي؟ يو څوك چې د خپل كور غړي ورور، پلار او خپلوان د دوى په مخ كې بې ګناه په داسې حال كې ورته ووژل شي چې له هېڅ كوم ګوند او ډلو ټپلو سره اړيكې هم نه لري. آيا هغه به مخالف نه شي؟ خامخا مخالف كېږي. نن ورځ زموږ په هېواد كې جګړه يوازې د طالب وركول لپاره نه ده بلكې يوازې د خلكو د وژلو لپاره ده، په افغانانستان كې د برېتانيا خپلې پخوانۍ خاورې شوې ككرې چېرې هېرېږي، دوى چېرې په افغانستان كې خپلې پخوانۍ ماتې هېرولاى شي. تېر كال يو بهرني ژورناليست په يو خبر كې ليكلي و، چې برتانويان په هلمند كې د خلكو كورونه په بلډوزرو ورانوي، د داسې خلكو چې له هېڅ ډول سياسي حركت سره هم كار نه لري.

په ټلويزيون كې يو بهرنى منافق ولاړ وي، او وايي چې موږ د افغانانو د امنيت د ساتلو لپاره راغلي يو او ستاسې د ملكي كسانو د وژنې له امله بښنه غواړو، د افغانانو امنيت له چا څخه امينت ساتئ، خو همدا تاسې افغانان وژنۍ. د بست په روغتون كې يو كس يو بهرني ژورنالست ته ويلي، چې بهرنيانو زما په مخ كې زما دوه پېغلې خويندې په راكټ وويشتې او ويې وژلې، او نوموړي دا هم ويلي چې زه به خامخا د خپلو خويندو غچ اخلم.

ستاسې بهرنيانو په وينا خو طالب ترهګر دى، هغه خو ستاسې په وينا مخالف او وېره اچوونكى دى، دا معصومې پېغلې دې ولې ووېشتې دا څوك وې، آيا دا هم ترهګرې وې؟

په پاى كې يو ځل په ټولو افغانانو كه هغه په دولت كې دي، كه طالبان او كه هم عام خلك دي غږ كوم، چې بايد داسې يوه لاره چې هغې ته يو سپېڅلى پاڅون، يو ملي پاڅون ويلاى شو غوره كړي، ځكه چې خپل ولس پر موږ حق لري چې د ژغورلو لپاره يې يو كار وكړو او نور خبره له زغم او حوصلې څخه وتلې ده، نور بايد په خپل نفس كې زغم ته ځاى ورنه كړو او دا هم ويلاى شم چې اوس ټول افغانان د يوه پاڅون په انتظار دي، كه چېرې له يوه داسې مشر څخه چې هغه په رښتيا سره هم وكولاى شي چې د افغانانو مشري وكړي د پاڅون ناره اوچته شي، زما په فكر ټول افغانان به يې هركلى وكړي او په يوه غږ به ورسره ملګري شي. نور بايد دې جګړو ته ملي او افغاني بڼه ورنكړل شي او ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه هم بايد په دې پوه شي چې افغانان نور د وژنو او ورانيو زغم نه لري او همدارنګه افغانان اوس هم خپل پخوانى غيرت لري خو نور به خپل غيرت د پاكستان او نورو داړونكو نه قربانوي او بس.

تبصره نسته

  1. Salams
    dear sha grana kho kashke pamoz toloki da ehsas zawandai wai

  2. سلام بهیر صاحب:
    کوم درد چه ته لری کومه جګرخونی چه ته لری نن یی ټول افغانان لری ټول افغانان نور تر پوزی رسیدلی دی اول خو دخدای ج له لویه دربار نه غوښتنه کوم چه دافغانستان لانجه په خپله خدایی سره حل کړی.
    خدای مو دی له دی ټولو ظالمانو خلاص کړی که هغه د بشر دوستانو یا د وطندوستانو او دین دوستانو په نامه دی.دوی نه بشر دوستان دی بلکه بشر وژونکی دی وطندوستان ندی بلکه وطن پلورونکی دی او دین دوستان ندی بلکه دین له منځه وړونکی دی.بشر دوستان می هدف ناټوخیل دی وطندوستان کرزیخیل او دین دوستان طالبخیل دی چه د آی ایس آی په فرمان یی ټول وطن په امریکایانو خرڅ کړو.
    نو خدای دی دا ټولی تقلبی څیری ورکی کړی په اصل کی لیوان دی خو ځانونه یی زړه سوونکی او دردمند معرفی کړی.
    تاسو دملی پاڅون غوښتنه کړی خبره داده چه ملی پاڅون د چا په ضد وکړی د کرزی په ضد؟که دناټو په ضد؟که دطالب په ضد؟ دوی دری واړه افغان وژونکی دی او د پردی تر شا سره جوړ دی ټول خپلی شخصی ګټی تعقیبوی.

  3. Salam sahil sta durdnaka awaz de allah wawri zumong sara kum watun parst jumhore rais nu larou khudi de doi ghurk kri allah de waris suber nasib kre.

  4. ساحل بهیر ته !
    کله چی د لر او برو ویب پاڼه په تیره بیا د خبرونو برخه خلاصه کړم نو په غیر د چاودنی او وژنی نه پکی بل شی نه ګورم نو خدای شته چی یو مساپری شی او بل مو په ملک کی داسی ګډوډی نو شپه او ورځ یی په چرت کی یو الله دی نور زمونږ په ګران هیواد ورحمیږی .
    نن می د بینوا ویب پاڼی په سر لیک کی ولوستل چی یو هلمندی میرمن چی دوی لوڼی او یو یولس کلن زوی لری د خپلو دواړو ټپی شو لوڼو د علاج لباره بیړنی مرستی ته اړتیا لری ، نو تر څو پوری به دا حالت روان وی ، په ټول کابل ښار کی دوه لوکس ودانی وی چی هغه په ځان وژونکو بریدونو کی له منځه ولاړی نور نو خلک څه نه ګوری ؟ له دینه ورسته به هم خلک د صلح او امنیت په تمه وی ؟ ایا له ملکه مساپر به زړه خه کړی چی خپل ملک ته راستانه شی ؟
    بس الله دی ورحمیږی

  5. سلام بهیرصاحب تیرورځ دترینکوټ روغتون ته ورغلم دارزګان دچهارچینوولسوالی دفبوری د۲۲نیټی دبمباری له ټپیان سرمی ولیدل یودولس کلن هلک راته اوویل چی موږدری موټړه وو،
    چی دکجران څخه دهلمندګرش ته روان وو کله چی لمړی موتړاویشتی نوزماموردوی ته زماکوچینی خوندی اوورونه پورته پورته کول چی وموپيژنی داداسی حال چی موږ دڅرخکوخلګوخپل غږونه لاسراوریدل خوبیاهم زماموراوزماکوچینی خوراوویشتل خودوی اوس بخښنه غواړی که چیری قانون وی نودوی بایدمحکمه شی،
    خوخیر که خپل تجربی اودسترګولیدل حال لیکم وخت نشته ستاسی ټولی خبری په ځای خوزه فکرکوم چی په اوسنی حالت کی چی موږهیڅ نلروو پاڅون کولای نشوکه چیری موږیوملی یوالی درلودلای هم به ښه وایی خو اوس هیڅ نلرو نه ملی یوالی نه پرمختلی وسلی چی له دوی سرپری جنګ وکړ.
    اوس بایدموږترڅه مخکی باید ملی یوالی جوړکړو چی هرځای ملکیان مری باید لاریونه وکړوو.
    خومتاسفانه بیاهم ټولی رسنی چی تاسی آزادی ګنی دوی ته په يوډول نه يوډول بیرته تسلیم پيسی دوی ورکوی لکه آزادی رادیودوی په افغانستان کی له کرزی ته ډیرسپکی ویلای شی خودامریکایانوخلاف یوجمله هم نه خپروی .

    خدای ددغه غم ځپلی اولس چاره وکړی بس نورخوموږڅه نشوکولای .

  6. زلميه:
    اول خو ته ده ځانه څخه دغه د زلمي نوم ايسته كړه.اوبل تاته لږ فكر پكار دي . چي خلګ څه ليكي؟؟؟؟؟؟؟؟؟ او تا څه ليكلي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  7. گرانه سلیم خانه
    ته هم دسلیم نوم اه حانه لیری که خکه ته ناروغ یی.گران زلمی صاحب دیرخ شه طرحه ده. بیا دا دهغه خبل نظر ده او ده دیر شه لیکلی دی.

  8. Salamoona tolo Musalmanano waroono ta! Sahel Bahir Saheb, sta da hare yawe khabare sara hamghagai aw mawafeq yam.pa Allah talla kasam dai che nor sabar aw hosela na da pate zaka che dase zini pekhe ma pa khpala lidale di aw ham ka chere taso mehrabani wakrai che de mccrhystal wahshyana taglare tar sar lik lande yawa enwan walwalai no pa hagha ke da doy zalmoona khoodal shawidi.da bashar da hakooko khabara yawaze noom aw symbol dai.tol da gharbyano pa chopar ke di aw da doy pa khelaf hes ham nashi kawalai,no loy Allah da zar Musalmanan yaw,baryali aw sarlawari kari aw nor de Allah tol Musalmanan da de sarkhogi aw mushkel na khlas kari

  9. Salamoona tolo Musalmanano waroono ta! Sahel Bahir Saheb, sta da hare yawe khabare sara hamghagai aw mawafeq yam.pa Allah talla kasam dai che nor sabar aw hosela na da pate zaka che dase zini pekhe ma pa khpala lidale di aw ham ka chere taso mehrabani wakrai che de mccrhystal wahshyana taglare tar sar lik lande yawa enwan walwalai no pa hagha ke da doy zalmoona khoodal shawidi.da bashar da hakooko khabara yawaze noom aw symbol dai.tol da gharbyano pa chopar ke di aw da doy pa khelaf hes ham nashi kawalai,no loy Allah da zar Musalmanan yaw,baryali aw sarlawari kari aw nor de Allah tol Musalmanan da de sarkhogi aw mushkel na khlas kari

  10. Salamoona tolo Musalmanano waroono ta! Sahel Bahir Saheb, sta da hare yawe khabare sara hamghagai aw mawafeq yam.pa Allah talla kasam dai che nor sabar aw hosela na da pate zaka che dase zini pekhe ma pa khpala lidale di aw ham ka chere taso mehrabani wakrai che de mccrhystal wahshyana taglare tar sar lik lande yawa enwan walwalai no pa hagha ke da doy zalmoona khoodal shawidi.da bashar da hakooko khabara yawaze noom aw symbol dai.tol da gharbyano pa chopar ke di aw da doy pa khelaf hes ham nashi kawalai,no loy Allah da zar Musalmanan yaw,baryali aw sarlawari kari aw nor de Allah tol Musalmanan da de sarkhogi aw mushkel na khlas kari

  11. Salamoona tolo Musalmanano waroono ta! Sahel Bahir Saheb, sta da hare yawe khabare sara hamghagai aw mawafeq yam.pa Allah talla kasam dai che nor sabar aw hosela na da pate zaka che dase zini pekhe ma pa khpala lidale di aw ham ka chere taso mehrabani wakrai che de mccrhystal wahshyana taglare tar sar lik lande yawa enwan walwalai no pa hagha ke da doy zalmoona khoodal shawidi.da bashar da hakooko khabara yawaze noom aw symbol dai.tol da gharbyano pa chopar ke di aw da doy pa khelaf hes ham nashi kawalai,no loy Allah da zar Musalmanan yaw,baryali aw sarlawari kari aw nor de Allah tol Musalmanan da de sarkhogi aw mushkel na khlas kari

  12. I am proud of you to writting the fuct which is going on in our country E-nshallah that day will come

  13. په دې ليکنه خو مي والله ډير خوند واخيستى الله دي يي فه قلم پرکت واچوي چي نوري هم داسې شي ليکنې وکړي

  14. spinghar afghan, salamona ghrona ghrona, pur qalam de barakat sa kho la bada margha dase chok ham sta che da narewal istemar da wazhani ow qatli amona da haghoy haq boli ya da gulab mangal ow da kandahar da makhkini jinayat kar ow qatil wali assadullah khalid ghondi afghanano hal ta wagora chi da afghanano por wazhana made imtiazona akhli zma da tolo likwalano sa hila da che da khpal qalam wena da afghanano da dushmanano pa ruswaye ki toy kre tar cho ALLAH PAK war ta da akhirat ow dunya surkhroyee war pa barkha kre. zhwandi de we afghanan ,mara de we dahoghoy dushmanan.

  15. ګرانه ساحل جانه قنده زما سلامونه او نیکې هیلې ومنه تاسې ته له لوی خشتن سخه د دیر عمر غوشتونکی یم ګرانه، اوس ټول به دی بوهیژی چی غوا توره او پی يې سبینی دی خو بر چا یی منی. د کرزی دی خدای کور وران کړی هغه خو هسی مولۍ ده نور یي هیس هم به وس نشته، الله دی ستاسی د هڅو له امله افغان ولس بیدار کړی څو خبل دوست او خپل دشمن وپیژنی
    د همداسی یوې ورځی به هیله حميد

  16. ساحل جانه سلامونه ومنه الله دې وکړی چې روغ او خوشاله وې ګرانه قسم چی لیکنه می دیره خوشه شوه به ریشتیا چی تاسی حقیقت لیکلی نور نه دی به کار چې دی د خرو زامنو ته حوصله وشی دوی خو د ترهګری به نوم تول ملت تباه او برباد کړ. الله دی تاسی ته نور هم همت درکړی چی همداسی له حقیقت سخه دکی لیکنی وکړی به درناوی

  17. baheer saeb slamuna ao neky hely wamana! wala baheer saeb deer zyat khafa shom che da dee Be rahma bahranyano la khwa tar sara kigy .. kho sa wako…ham dagha yaw lara pate da nor no sa pa was ke na laro.. kho bahar hal taso ta da haqiqat pa bayanwalo ki da la zyat baryalitoob ghokhtonkee u
    pa ham de hella

  18. Granah salim khana la kunduz sakha. Zalmi hech komah ghalata khabarah nadey kary doi they tol they yaway onay gulan they akher ter cho poray bah mong qayomona kawoo aw chapa say bayee kawoo. Zah fiker kawoom chey yawazay poh khodai yaqeen sataal tha tool mushkelat hall kawali shee Gani humdasay bah be ghazat of bay ghefat wowww.

  19. Baheer sahib de sta khabare toole reshtya dee aw his shak pu ke nashta.ta so nomune zikar kre , hara waraz dasi waqaat keegee.che zine pishi khabaryalan ham nashi nasher kawalai.

  20. سلامونه غوړ ژبی کرزی ولی څه نه وایی نن خوهادی ایران ۳ زره افغانان اعدامه وی . بی غیرته دامریکادهڅوخوملاتړکوی دافغانانودهڅو ولی ملاتړنکوی چی چوکی ته یی ورسولی که داعدامه یی نسی خلاصه ولای جسدونه خوځنی راوړه دومره وس نلری چی دخپلومړو وروڼوجسدونه ځنی راوړی یاره خو) نن دافغانانوجسدونه هم دهغوی پرکورنیوپه پیسوخرڅوی اوته په آرګ کی خپل چرس ورته څکوه بس افغانان پریږده چی ټوله دونیاخپلی لوبی په کوی افغانانوخوستاسره ډیربدکړیدی واک ته یی رسولی ېی بی غیرته بی ضمیره ته هم ځانته افغان اوپښتون وای لږخودتیروپښتنو تاریخ وګوره چی په بهرکی به چا افغانی ته پورته هم نه سوه کتلای …؟ دخدای ج په خاطرنوردا افغانان مه زوره نورافغانان مه کړه وه … بخښنه غواړم که غلطی راسه سوی وی ولی چی زه لیکوال نه یم دازما دزړه درد وو ## دیواسلامی نظام په هیله

  21. bahir sahib ta ta di salam v za kho sa na sham wilay za ka chi na mi di zda