کور / طنز / اتومي سترګګ

اتومي سترګګ

طنز
بیا ټاکنې وې ماما بیا یو کاندید وو هغه همدا ویل: زه جنایت کاران ورک وم. زه کار اهل کار ته سپارم .او وروسته به يې  بیا یو سترګګ وواهه . یوخبریال د هغه دسترګګ  په لیدو د ماما نه وپوښتل  :


ماما رښتیا ووایه تر اوسه به دی څو مره خلک غولولي وئ؟


ماماد خولۍ سره سر وګرواه ، زړه نازړه يې وویل:


عجبه پوښتنه کوی ولې به مې څوک غولولی وي! بیا يې  یو سترګګ وواهه


بیا هم را غونډ شوو خلکو نارې کړل:


خیر بیا هم ته او خدای رښتیا ووایه!؟


ماما وویل:


ښه چې قسم مو راکړی بیا رښتیا درته وایم:


– ټوله دنیا!


را غونډ شوی خلک  هېښ پېښ شول او ویې ویل:


اوه ،ټوله دنیا!


څرنګه؟


هغه یو سوړ اسویلی وکېښ او ویې وویل :


لومړی هغه وخت چې لویه جرګه وه اوما د هغو د خوشالی لپاره پهلوان لیری کړ  هغو نارې کړل آه د نرځو! او زه يې په اکثریت مشر وټاکلم ما پهلوان ته یو سترګګ وواهه .ما هغه پهلوان مارشال کړ او په زوره يې وخندل :هاهاهاها


یوتن چې هلته وو نارې کړل:


-یانی تا لویه جرګه و غولوله .


ماما ویل:


هو نو څه مې کولای شول هغه پهلوان وو.


خبریال ترې وپوښتل:


– او بیا


ماما وویل:


دویم وارهغه وخت چې زه يې بیا ټاکلم . ما د ملت د خوشالی لپاره وویل:


زه کار اهل کار ته سپارم نو علی بابا مې لیری کړ  ګر چې د هغه غلو د هغه په لمسون ډیر تاوانونه ورسول . خو ما هغه ته سترګګ وواهه .


د ټاکنو وروسته مې هغه ته بله لویه څوکۍ ورکړه.


-ستا مقصد دا دی چې ټول ملت دی وغولوی .


– هو نه څه مې کولای شول ،د هغو د سترګو نه ویریږم ، بې هغوی نه کیږی هغوی خطرناک دی.


او درېیم وار له ټاکنووروسته مې دنیا ته وویل:   زه نشه یې توکي ورکوم ددی لپاره چې درواغجن نشم یو سترګګ مې ورسره وواهه.


خلکو په یو ږغ ناری کړل  :آه!یانی تا ټوله دنیاوغو لول !؟


ما ما یو سوړ اسویلی  وکېښ ویې ویل:


هو نه څه مې کولای شول تاسو پوهیږی زما د لاسه هیڅ شی پوره نه دی د مسولیت  د نه اخیستلو په پار سترګګ و وهم  خو تاسو ځان نه پوهوی. زه په ښکاره نارې وهم   چې له  ډار ه سترګګ وهم .مګر خدای دی اوس  خیر کړی لکه چې بهرنیان زماد سترګګ په مانا پوه شوی دی اوس يې البرادایي د  ملګرو میلتونو د اتومي تاسیساتو رییس ته دنده ورکړ ی  چې راشي وګوري زما سترګګ خو اتومي موخه نه لری.