کور / طنز / د اجمل خټک به شعرونو کي طنزی توکي

د اجمل خټک به شعرونو کي طنزی توکي


اجمل خټک د پښتو ژبې يو تکړه ليکوال، شاعر او سياستپوه دی. نوموړی ٨٠ کاله وړاندې په اکوړه خټک کې نړى ته راغلى دى.
تر اتم ټولگي پورې ېې پخپل کلي کې زده کړې وکړې اوبيا دپيښور عالى ښوونځي ته ورغي . داچي اجمل خټک په ځينوسېاسی چاروکې فعال ښکيل وونوپدې تور چې انگريزي ضد فعاليتونه کوي له ښوونځي نه وايستل شو.
خوله پوهې سره مينې دى غلى نه کړاوپه شخصي توگه يي لوست ووايه ،ده په جيل کې هم لوست وايه اوله همغه ځايه يي ازموينې ورکړې دپيښورپوهنتون ته بريالى شو.
د ښوونکي دنده يې ترسره کړې ده او په  پېښورراډيوکې يي هم کارکاوه پروگرامونه به يي ليکل. دنشنل عوامي گوند منشي هم پاتې شوى دى.
خودژوند ډيره برخه يي لکينې ته ځانگړې کړې ده ..
اجمل خټک د شعرموخه دولس ویښول اودانګریز له ښکیلاک نه دخلاصون پرلوردخلکوراپاڅول وو.
په نثرکې اجمل خټک له راپورتاژنه نیولی ترخاطرو،ادبي ټوټو،طنزونو،ادبي لیکونو،ډرامواولنډوکیسوپورې خپل قلم ډیرښه ازمایلی دی اودپاملرنې وړاثاریې پښتوادب ته وړاندې کړې دي.
په نثرکې داجمل خټک دافغان ننګ.دکتاب زیاته برخه په پيښوراوپاکستان کې دافغاني مهاجرودژوندحالات په کیسه ایزاوهنري ډول بیانوي.ددي کتاب ډیرنثرونه داستاني بڼه لري اویاپه بله ویناهغه داستانونه دي چې دافغان ولس دوروستیوناخوالو،جګړو،دردونواوتباهیوانځوریزې تابلوګانې دي.
 لکه څرنګه چې د ولس د ویښولو لپاره د فسادونو او غلولو او چالونو رسوا کول پکار دی نه هغه طنز ته مخه کوي او دا ناتارونه په طنز سره  دولس تر غوږه رسوی او په بدل کي ډیر عمر په زندان کې تیر وي.
  همدا شعرونو یې دهغه وخت په سیاسي اوادبي حلقوکې خوځښت راوست .د هغه دشعرهنري اړخ ډیر  ښکلی دی
 د هغه ( ١٣ )کتابونه او(١٨ )رسالې چاپ شوي دي .
ځينې کتابونه يي په ارودژبه هم لکلي دي . لومړنى کتاب يي دغيرت چيغه نوميده . نورکتابونه يي دژوند چيغه ، ژوند اوخوند، گلونه اوتکلونه ، افغان ننگ ، کچکول، سرې غنچې ، دژوند خاطرې اوځينې نوردي.
 دلته د  هغه  یوطنز لیکم هغه طنز چي  پوښتی  : ایې پښتنوڅه کوئ؟
هغه په ملنډو ولس ته وایی تاسو څه کوئ
ولی  په نفاق سره  خپل تاریخ پاکوو
 
 
اې پښتنـــو څـۀ کـــوئ؟
 
وخت په چغــــو چغــــو وائي اې پښتنـــــو څــۀ کوئ
ژوند ته مـــو ژړا کــــوئ کۀ ځــان پورې خندا کوئ
خپل غــــم به کــــوئ، کۀ د پــردو مخکښې ګډا کوئ
اې پښتنــــــــــو څــــــــــۀ کـــــــــــــــوئ
 
دلتــــــه درته يــــو په سينـــــه کښینـــــاستــووهي مو
هلتـــــه درته بل راغــلــو بلا شــــوهضمـــــوي مــو
يو درتـــه لیــــليٰ لیــــليٰ کــــــوي او ورکــــــوي مو
بل درتـــه الله الله کـــــــوي او خــــــرڅـــــوي مـــــو
غیروخــوټــوکــړې کړئ کــــورمـو دا دی وران دی
خپــــــلو ډلـې ډلـې کــــړئ وطــــــن نۀ دی دکان دی
نۀ د پښتــــو پاتې شــــوئ نۀ دين شــــو نۀ دنيـــا شوه
اې پښتنــــــــــو څــــــــــۀ کـــــــــــــــوئ
 
زوړمـــــړی مـــو بې کفنــــه پروت دی راتــــه سخا
دغــــــــــه ده راځـــــي نـــــــــوې بلا تـــــــــوره بلا
مونږ په کــــــور کښــــــې نښتي په زمـــا زمـــا زمـا
لاړهـــرڅـــــۀ مـــو بائلـــو کۀ وطــــن دی کۀ حيــــا
اې پښتنــــــــــو څــــــــــۀ کـــــــــــــــوئ
 
هسې نا چې شين اسمـــــان خووي سپينه پښـتونۀ وي
هسې نــه آدم رباب ګـــــــودروي خـــودرخـــونۀ وي
هسې نا چې تـوره قلـم وي خوخـوشحــال خان نۀ وي
هسې ناهیوادوې څوزک احمد اوميروېس خان نۀ وي
هسې نا چې ګـــرم سياست وي بـاچـــا خــــان نۀ وي
هسې نا چې منــډې ډېرې وي خوصمـــد خان نۀ وي
هسې نا جنډه وي قـــوم وي خونۀ وي اختيـــارنۀ وي
هسې نا چې ډکې ګیــډې وي د ســـــردســـــتارنۀ وي
ما خو خپـــــل زخمـــونه دې غمــونو کښـې تللي دي
ما خـــو پښتنـــو تـــه د جـــــرګې لارې نيـــــولي دي
اې پښتنــــــــــو څــــــــــۀ کـــــــــــــــوئ
نور بیا