په هلمند کی دیوی نړیوالی موسیسی پر کارکوونکی برید وسو

37 | مارچ 2nd, 2010


تیره ورځ د افغانستان په ناارامه سهیلی ولایت هلمند کی دی یوی بهرنی نړیوالی خیریه موسیسی آی آر ډي پر یو لوړ رتبه چارواکی د افغان دولت د مخالفو وسلوالو لخوا برید وسو.

دغه برید چی د لښکرګاه ښار د صافیانو په سیمه کی را منځته سوی په اړه یی د پولیسو د یوه ځایی مشر ډګرمن عبدالستار خبری رسنیو ته وویل چی برید د ای آر ډی بهرنی نړیوالی موسیسی پر حیات خان نومی کارکونکی باندی سوی چی له امله یی د هغه د موټر ښیښی ماتی سوی خو هغه په تیښته بریالی سوی.

د برید پړه وسلوالو طالبانو پر خپل غاړه اخیستی او ویلی یی دی چی ددوی موخه د ای آر ډی د موسیسی د ځایی کارکونکی حیات خان اڅکزی وژل وه.

ددغی ډلی یو ځایی قوماندان حاجی سید احمد د مارجی ولسوالی څخه 2010 کال د فیبروری پر 28 مه نیټه نوموړی ته د کار د نه پريښودلو په صورت کی د مرګ ګواښونه کړی وه.

طالبان وایی چی بهرنی موسیسی افغان دولت او بهرنیو ځواکونو ته کار او جاسوسی کوی نه افغان ولس ته او ګواښ کوی چی که د بهرنی موسیسی، افغان دولت او نړیوالو ځواکونو کارکونکی په لاس ورسی نو هغوی به د خپلی لایحی مطابق عمل ورسره وکړی.

د یادونی وړ ده چی تر دی وړاندی هم ډیری وختونه د بهرنیو موسیسو پر کارکوونکو، پر افغان دولتی مامورینو او نړیوالو ځواکونو دا ډول وسلوال بریدونه تکرار سویدی.

Copyright Larawbar 2007-2024