کور / طنز / کرجی بابا !

کرجی بابا !


ډک شو جنت تر مورګو ډک شو ، بس دی  نور بس دی باور دې کيږي چې د پښې ايښودلو ځای نور پکې نشته ٠
ګورې هغه دی احمدزی او درانی ، منګل وينې چې له ځدراڼ لالا سره په خبرو اخته دی  او هغه لرې چې ولاړ دي هغه پوپلزی او نورزی دی٠
دا په دېوالونو چې ناست دي  اکثره يې وزير ، مسود او يوسفزي دي چې دا اوس اوس له وزيرستان او سواته راغلي دي٠
څه به يو يو درته په ګوته کوم ، دا چې ښکاري ټول خوګياڼي، شينواري، مومند، ساپي، علي زي، ځاځي، څمکني،بارکزي  او سليمانخيل دي٠
څه چې سوچه پښتانه دي ټول زي زي او خېل خېل همدلته راټول شوي دي٠
لږ غوږ شه ، اورې  چې ټول په پښتو خبرې کوي !
واه  څنګه عجيبه ده  ولا!
دا خو سوچه پښتونستان دی  !
د زلموټي ځانمرګي همدا خبرې لا په خوله وې چې ناڅاپه دسيد عبدالخالق او عبدالباري اغا  را پام شو او راغږ يې کړ : ښه ښه ته هم د سپيو په مېله کې وې  ؟
ما ژر ورغبرګه کړه : نه  نه اغا صيب زه د سپيو د جنګولو په مېله کې نه وم !
بيا سيد عبدالخالق را غږ کړ : ښه چې د سپيو په مېله کې نه وې نو بيا دلته څنګه راغلې ؟
ما ځواب ته  خوله را جوړه کړه ، ګورم چې يو کوچني ماشوم د مور له غيږې را غږ کړ : کاکا ته هم راغلې ؟
له همدې غږ سره سم  ورو ، ورو د کوچني څنګ ته ورنږدې شوم ، پر سر مې ورته لاس راکش کړ  او ورو مې ترې وپوښتل چې هو زه اوس راغلی يم ، اوس راته ووايه  چې ته کله راغلی يې ؟


Afghanistan — NATO US killing, Airstrike terror, Torture, Poppy cultivation, Opium — Taliban reconquer 

An Afghan man touches the body of a boy killed along with his brother and father by U.S-led troops in Kabul, Afghanistan, early September 1, 2008.

His dead brother lies next to him.

Hundreds of protesters blocked a road in Kabul on Monday accusing U.S-led troops of killing three members of a family, including two children, in a raid in the city.

American missiles and bombing killed close to a 100 people, mostly children, in air strikes near the village of Azizabad in the western province of Herat, Afghanistan, August 22, 2008

The dead are 19 women, seven men, and the rest children all under 15 years of age.

Afghanistan — NATO US killing, Airstrike terror, Torture, Poppy cultivation, Opium — Taliban reconquer.

Photo: REUTERS/Omar Sobhani



کوچني په وړه خوله راته کړه : زه کرجي بابا٠٠٠٠٠٠ ٠٠٠٠
ماشوم کرجی ، کرجی بابا ويل خو زه يې په ژبه نه پوهېدم ، ما ځان سره ويل : دا خو نو لوی جنت دی کېدای شي چې نورې طايفې هم په کې وي٠
ماشوم ما ته راکتل او کرجی ، کرجی يې  ويل ، زه لا حيران  وم چې د ماشوم مور مخ راواړوه او کړه يې : هو دا مسکين رښتيا وايي ، موږ د شينډنډ اوسېدونکي وو  ، او د کرزي د فرمان له برکته دې  جنت  ته راغلي يوو٠
له همدې خبرو سره جوخت يې د جنت دروازې ته ګوته ونيوه ، او ويل يې : هغه ډله وينې چې په انتظار ولاړ دي دا ټول  همدا نن له شاولي کوټ نه راغلي دي او دا څنګ کې يې چې ماشومان ولاړ دي ،هغه ګورې چې کتابونه يې تر شا دي  ، دوی  ټول د ښوونځيو زده کوونکي دي چې له پلخمري راغلي دي٠ د فراه د شهيدانو ډله چې ټولې ښځې او کوچنيان دي  هغوی لا د جنت نه بېرون پراته دي٠


Afghanistan — NATO US killing, Airstrike terror, Torture, Poppy cultivation, Opium — Taliban reconquer 

Women and children killed in Afghanistan by US bombing.

Victims of a U.S aerial bombing attack in the hamlet of Landigal in the Korengal Valley, April 15, 2006

War on Afghanistan people by the US NATO and Western Countries.

COnbined photo: globalresearch.ca



زه بېخي هک پک وم ، شهيدې پښتنې مېرمنې تشريحات راکول ، خو زه پدې فکر کې ډوب وم چې ، ښه ځه دغه جنتيان خو څوک دولت رالېږلي ، څوک ځانمرګو راوستي ،څوک چا او څوک چا٠٠٠٠ ٠٠٠
دا زه ګناهګار په کومه خوشالۍ کې دلته رارسېدلی يم ؟
د شهيدې شينډنډۍ مېرمنې خبرو ته مې ظاهرا سر ښوراوه ، خو په باطن کې  خپلې لاټرۍ ته سوچ وړی وم چې ، يودم  درم شو، تر څو چې مې سترګې  سره موښلې   ګورم  چې له خپله  کټه لس شل ګامه لرې پر ځمکه پروت يم ٠
وارخطايۍ را نه  لاره لودن ورک کړل ، حيران شوم چې څه وکړم ؟!
درنګ شېبه لا تېره نه وه چې سترګې مې پټې کړې او په چيغو مې پيل وکړ :   وه ملنګه !  وه  زلمييه !    وه   زرينې  !     او  وه ٠٠٠٠٠٠!
نور مې ستونی  وچ  او غږ مې خپله  ټپ  شو ٠
دومره مې ښه  ياد  دي چې په دا دومره  لوی کلي کې زما غوږونو يوازې د سپيو ، غواګانو ،مرغانو او چرګانو غوغا او رمباړې او د درنو الوتکوو اوازونه اورېدل اوبس٠
١٣٨٧