کور / طنز / انډوخر

انډوخر


د ارګ او پارلمان تر منځ د پاته نوماندو وزیرانو ته د اعتبار د رایو د ورکولو د لانجې په سر د زورورملیتونود سلا په  اساس باید د اته پرده يې نندارمه پای ته ورسیږي
 هغو ویل :دا چوبخطي نوماندي   وزیران باید لکه د دلهن  دسریال  د لوبغاړو غوندې د مړه کیدو وروسته بیا را  ژوندی نشي  او دا دوره ټوله باید په سرپرستانو تیره نشي نو  داسې پریکړه وشوه
 داچې ارګ د سر په ماتولو ددې چوبخطي وزیرانو نه تیریږي او غواړي هرومرو باید هغوی وزیران شي
 نو ارګ باید یوازې کاندیدان شورا ته واستوی هلته دی  د پارلمان رییس خپلي سترګې وتړي د مرستیال لخوا دی د یو   یو وزارت نوم اعلانیږي اود پارلمان  رییس چې   دهر وزارت دنوم اخیستلو وروسته هر  نوماندی ونیوی هغه  به د اعلان شوی وزارت وزیر شي
په دې کار سره  که څه هم دا لانجه غوڅه شوه اوکار اهل چوبخط ته وسپارل شوه خو دوه واري  یوو کیل  د شورا مشر ته پښه کېښوده او هغه ولوید اوکله چې  پياده هغه را پورته کاوه هغه ټینګ ونیوه او  له نیکه مرغه هغه پياده د اوبو او برېښنا وزیر شو
 په دی کا رسره  پارلمان  او ولس ته  امید پيدا شو  چې د خیره ډیر  ژر  به د کابل برېښنا جوړه شي .