کور / تازه خبرونه / کندهار: سلګونو ښځو احتجاجي غونډه وکړه

کندهار: سلګونو ښځو احتجاجي غونډه وکړه

 


په کندهار کي په سلګونو ښځو د تښتول سوي امريکايي ميرمني ( سيډني ) د نيولو په خلاف غونډه وکړه ، د کندهار د ښځو چارو ريسي رڼا ترين لراوبر ته وويل چي د افغاني دودونو او اسلام له نظره د ښځي تښتول ناسم کار دی ، هغې پر دولتي چارواکو ږغ وکړ چي نيول سوې مرسته کوونکې ميرمن او د هغې موټروان عبدالهادي په راخوشي کولو کي دي بيړني ګامونه پورته کړي ، له بلي خوا د سيډني موټروان عبدالهادي کورنۍ او اولادونو هم ژر تر ژره د خپل پلار د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده .  دا احتجاجي غونډه د کندهار نوي ښار په خوشبخت سالون کي جوړه سوې وه .