کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان حکومت پډي اشډوان نه غواړي او که اشډوان …

افغان حکومت پډي اشډوان نه غواړي او که اشډوان …

افغان حکومت پډي اشډوان نه غواړي او که اشډاون نه غواړي افغانستان ته راشي؟


پدې وروستيو ورځو کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې يا يوناما د مشرتابه له پاره د نوي مشر د ټاکل کېدو خبرې ډېرې تودې دي،يو شمېر خبري رسنيو داسې خبرونه ورکړي چې د بريتانيا د ليبرال ديموکرات پخوانی مشر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانکړې ادارې د مشرۍ دندې په غاړه اخيستل منلي دي،داسې هم ويل کيږي چې مخکې ټاکل شوې چې ښاغلی اشډوان ته به په افغانستان کې د ناتو او د اروپايي ټولنې  د ملکي چارو واک هم ورکول شي،خو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي لخوا ونه منل شو.


افغان دولت هم پخپل وار د ښاغلي اشډوان د نوې دندې په هکله انديښنه ښولې،او داسې هم ويل کيږي چې  هغه  ته ورکول کېدونکي صلاحيتونه د اوسني دولت له پاره د منلو وړ ندي، په دې اړه د ښاغلي کرزي د وزيرانو شورا پرېکړه وکړه چې نړيواله ټولنه دې د ملګرو ملتونو د نوي استازي د صلاحيتونو او واکونو په هکله دوي ته معلومات ورکړي،او ښايي له ځينو کسانو سره دا وېره هم وي چې د اوسني حکومت تر څنګ به بل حکومت خپل واک چلوي .


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ظاهر طنين خبري رسنيو ته ويلي چې ښاغلي اشډوان ته درناوی لري،خو نوموړی د افغانستان له پاره تر ټولو غوره استازی ندی .طنين ويلي چې افغان حکومت  د ناتو اوسنی لوړ پوړی چارواکی او په دوه زره دوهم ميلادي کال کې د أيساف د ځواکنو مشر جان مکول ددې دندې له پاره غوره ګڼي .


د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره يا يوناما د ښاغلي کرزي له حکومت سره يو ځای رامنځ ته شوه،چې په لمړي سر کې يې لخضر ابراهيمي مشر و،او کارونه يې هم ښه په درز سره روان و،او د افغان دولت تر څنګ يې په بيلابېلو برخو کې فعاليتونه درلودل،او د نړيوالو مرستو د راجلبولو او په سياسي او ټولنيزو چارو کې يې څرګند رول ولوباوه،خو بيا  د چارو يو شمېر پوهان د نوموړې ادارې د وروستي مشر ټام کوينکس  او د هغه کار کړنې کمزورې ګڼي او وايي ټام کوينکس په خپلو چارو کې دومره لاس بری نه و لکه هغه  شان چې ورته  تمه  او اړتيا وه .


نو ښايي اوس مهال نړيوالو مرستندويه ټولنو په افغانستان کې د دغې ادارې د مشرتابه  له پاره د يو جدي کس د موجوديت اړتيا ليدلي وي،چې دغې دندې ته  د اشډاون نوم زيات اخيستل کيږي .


اشډاون چې له ٢٠٠٣ څخه تر ٢٠٠٥ ميلادي کلونو پورې په بوسنيا هرزګوينا کې د ملګرو ملتنو د ارادې  او اروپايي ټولنې مشر و ،په سخت او قاطع چلند مشهور دی،ځينې سرچينې خو هغه په خپلو چارو کې تر ډېره بريالی هم ګڼي،خو ښايي  په افغانستان کې هغه ته د زياتو صلاحيتونو ورکولو افغان چارواکي په انديښنه کې اچولي وي،او په افغانستان کې د هغه دندې ته دومره زړه نه ښه کوي .


اشډوان چې د يو انګليس پوځي زوی دی،د تېرې پيړۍ په څلورمه لسيزه کې په هند کې چې هغه مهال د بريتانيا تر ولکې لاندې و زيږېدلی،او پخپله يې هم په پوځي برخه کې زده کړې کړې دي،او ښايي د نوموړی همدا مخينې هم د افغانانو تر منځ ګونګسي را پورته کړي وي،ځکه زياتره افغانان د هغه وخت برتانوي پوځ په ښه نوم نه ياودي.بلخوا په افغانستان کې له وروستيو څو کلونو راهيسې د بريتانوي پوځيانو پر کړنو په وار وار نيوکې شوي،په تېره بيا په هلمند کې د کوکنارو د کرکيلې په مخنيوي کې د يوې غټې شمېرې بريتانوي پوځيانو نه برياليتوب هم خپلې منفي اغيزې درلودلي دي .


د يو شمېر کسانو په أند اوس مهال چې د ښاغلی کرزي حکومت له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی ،ښايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې يا يوناما لپاره  د يو ځواکمن او او قاطع مشر موجوديت اوسني حکومت ته نوی ساه وروبښي او د نورو نړيوالو مرستو په را جلبولو او د هغو پر ځای لګولو کې ورسره مرسته وکړي،خو تر هغه حده هم نه چې د افغانستان له پاره ستراتيژي او پلانونه جوړ کړي،بلکې د خپلو صلاحيتونو په چوکاټ کې د افغانانو د سوکالۍ په موخه  ورسره لاس اوږد  کړي .


خو ددې ټولو خبرو سره سره اشډاون د يوه ليک په ترڅ کې د ملګرو ملتونو مشر بان کيمون ته ويلي چې افغانستان ته تللو ته تيار ندی،او له دغې دندې څخه يې بيزاري وښوده ،ځکه  هغه په وينا ددې د ندې د ترسره کولو تر څنګ د افغان دولت پراخې همکارۍ ته هم اړتيا ده چې دا شان ملاتړ په  موثره توګه نه ليدل کيږي .


دا چې دغه دنده به څوک تر لاسه کړي دا به د وخت په تېريدو سره روښانه شي .خو هغه څه چې مهم دي هغه د بېوزله افغانانو سره  د ريښتينو مرستو کول او پر ځای لګول دي،او تمه  ده چې ورسره به د خلکو مخ په زياتېدونکې اوسنۍ ستونزې يو څه راکمې شي .