کور / اسلامي / دتور بانجڼ په منځ کي دلوى خداى (ج) نوم

دتور بانجڼ په منځ کي دلوى خداى (ج) نوم

طلوع افغان ورځپانه


ديوه تن ښاري په کورکي دتور بانجڼ دټوټه کېدو پر مهال دالله پاک (ج) دنامه ليکل سوي توري چي پکښي انځور سوي وه وليدل سوه.
دهغې کورنۍ مشر چي دنوم ښودلو څخه يې ډډه کول وويل:  دغه نښه دالله پاک (ج) دوحدانيت يوه څرګنده بېلګه ده چي په دغه بانجڼ کي   زموږ په کورکي د ټوټه کېدو پرمهال په واضيح توګه وليدل سو .
  دلوى خداى (ج) دنوم نښي،  نښانې او مبارک اياتونه څو ځله دانسانانو پر بدنونو، په ترکاريو، ډبرو، لرګو او نورو په منځونو کي په ښه او روښانه توګه     ليدل سوي دي چي دادئ پرون هم زموږ په کورکي د ترکارۍ له ډلي څخه د تور بانجڼ په منځ کي په شفافه توګه دمهربان او لايزال څښتن (ج) نوم الله په ښکلي توګه ليکل سوى دئ چي داخپله دلوى څښتن (ج) تعالى دقدرت او وحدانيت ښه بېلګه ده.