هند په کابل کي روغتيايي خدمتونه دلنډي مودې لپاره ځنډوي
دکابل له اخرنيو بريدونو وروسته دهند دولت دکابل دامنيتي حالت په ليدو دا تصميم نيولي چي په پلازمينه کابل کي خپل روغتيايي خدمتونه دلنډي مودې لپاره وځنډوي.
دهندوستان دولت د اندرګاندي د کوچنيانو دروغتون له ټولوهندي ډاکترانو اونورو روغتيايي کارکوونکو غوښتي چي دلنډي مودي لپاره کابل پريږدي او هند ته راشي.
دا پداسي حال کي ده چي د هندوستان دملي امنيت سلاکارکابل ته په دوه ورځني سفر کي دجمعې په ورځ له افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم په کابل کي د4000 ميشتو هندي وګړو دسرساتنې اوامنيت په هکله خبرې وکړي.
ديادولو وړده چي په کابل کي وروستيو تروريستي بريدونو هغه ميلمستونونه په نښه کړل چيرته چي ګڼ شمير هندي وګړي اوسي، ويل کيږي چي دا په افغانستان کي پر هندياند تر ټولو خونړي بريدونه وو چي په پايله کي يي په کابل کي داندراګاندي دروغتون دډاکترانو او په افغانستان کي دهند دسفارت دغړو په ګډون نژدي نهه تنه هنديان ووژل او12 تنه نورژوبل شول.